22 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دبهرنيوچارو دوزير وينا

دبهرنيوچارو دوزير وينا

کابل باختر د وږي ديرشمه د ملګرو ملتونود عمومي اسمابلۍ د...

ديو ملي سوداګر په مرسته په فراه کې دوه واټونه پاخه شول .

ديو ملي سوداګر په مرسته په فراه کې دوه واټونه پاخه شول .

-کابل باختر د وږي ديرشمه : ديوه ملي سوداګر په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جاپان دروغتيا په برخه کې اته اعشاريه شپږ مليونه ډالره مرسته وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب ديرشمه :
دجاپان دولت داته اعشاريه  شپږو مليونو ډالرو په ارزښت دافغانستان  دروغتيا له برخې سره مرسته وکړه .
دجاپان سفيرميتسوجي سوزوکا ،  دنړۍ دروغتيايي سازمان استازى  ډاکتر پيپرکورن او په افغانستا ن کې دجايکا ددفتر رييس  تاکي شي وتنابي نن په داسې حال کې چې  دافغانستان دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز هم حاضر و په افغانستان کې د نري رنځ دناروغۍ ضد درملو دپيرودنې په مقصد لاسليک کړل  .
  دباختراژانس دخبرله مخې :  دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز  ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په مراسمو کې دافغانستان  دحکومت  اوخلکو په استازيتوب  د دوست هېواد جاپان  دوړيا مرستو له امله قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه  چې جاپان  له امريکا وروسته په افغانستان کې دويم  مرستندوى هېواد دى .  چې له څلورو لسيزو راپديخوا  په ټول حياتي برخو او په تيره بيا دافغانستان  دروغتيا په برخه کې همکاري کړې ده .
دعامې روغتيا وزير زياته کړه  چې دنري رنځ ناروغۍ په افغانستان کې ساري  او خطرناکه ناروغي ده  چې  په هېواد کې څه ناڅه شپيته تنه زره په دغې ناروغۍ اخته دي  او هرکال  له دولسو څخه تر اوولسو زرو تنو پورې  ددغې ناروغۍ له امله  خپل ژوند له لاسه ورکوي .
په همدې حال کې  په کابل کې دجاپان سفير ميت  سوجي  سوزوکا  وويل  چې دجاپان دولت  دافغانستان ددولت دودې په لاره کې  له اساسي همکارانو څخه ده  چې له  ٢٠٠٤ کال  څخه راپديخوا ٥٨ مليونه ډالره  دنري رنځ له ناروغۍ سره  دمبارزې په مقصد  مرسته کړې ده .
  دجاپان سفير زياته کړه چې اسيايي هېوادونه  په سلوکې شپيته دنري رنځ ناروغان لري  چې پخوا جاپان هم  دغه ناروغي درلوده .  خو نن  له دغې ناروغۍ څخه ژغور ل شوى  او په اسيا کې  ددغې ناروغۍ پرخلاف  دمبارزې مشري کوي
  له بله پلوه  په افغانستان کې دنړۍ دروغتيايي سازمان استازي  پيپر کورن دنري رنځ ضد درملو  دپيرودونې په باب  ددغه تفاهم ليک  د تطبيق  ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه  چې دجاپان دولت  نه يوازې په افغانستان کې يوښه مرستندوى دى  بلکې  دنړۍ روغتيايي سازمان  سره هم  يو ښه همکار دى .
له ټولو تجهيزاتو سره يې دنري رنځ دملي انستيتوت جوړول  ، دنري رنځ  د ناروغۍ  ضد درملو برابرول ، دنري رنځ ضد درملو دبرابرولو په لاره کې دلس اعشاريه شپږ ديرش مليونو ډالرو مرسته او لابراتواري توکي  ، د٥٨ بسترو په ظرفيت دافغان _ جاپان دساري ناروغيو  دکنټرول دروغتون جوړول ، دنري رنځ دکلچر او انتي ويو ګرام  دمرکزي لابراتوار جوړول ، دنري رنځ  له ناروغۍ سره دمبارزې لپاره  دطبي تجهيزاتو پيرودنه ،  دظرفيتونو لوړول او دواکسيناسيون  پيرودونه  هغه موارد دي چې  جاپان په يوه وروستي لسيزه کې  دعامې روغتيا له وزارت سره همکاري کړې ده .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.