24 May 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په هرات کې دکانکور ازموينه واخستل شوه

په هرات کې دکانکور ازموينه واخستل شوه

هرات باختر د غبرګولي دريمه : په هرات ولايت...

دشهيدان شويو پوليسو له شلوکورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د غبرګولي دريمه : په زابل ولايت کې پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د روغتيا له سکتور سره د دوه ديرشو امبولانسونو مرسته وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغويي دمياشتې  ٢٧ :
د سعودي عربستان د سفير مرستيال هغه ٣٢ امبولانسونه چې د دغه هېواد د وړتيا مرستو له جملې څخه دي، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل.
د عامې روغتيا وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه امبولانسونه د يو ميليون ډالرو په ارزښت پيرودل شوي دي چې د هلمند، بدخشان ، کونړ،  پروان ، باميان ، کندز ، لوګر ، پکتيا ، هرات ، تخار ، غزني ، بغلان ، لغمان ، زابل ، ميدان وردګو، دايکنډي ، کاپيسا ، نيمروز ، پنجشير او د کابل په ګډون په اړو ولايتونو ويشل کيږي.
د هېواد د عامې روغتيا  وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز دافغانستان د حکومت  او خلکو په استازيتوب د سعودي عربستان د مرستې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دغه امبولانسونه د هېواد په نا امنو ساحو او په هغو ځايونوکې ويشل کيږي چې په روغتيايي خدمتونو د ميندو او ماشومانو لاسرسۍ کم دى.
دغه راز د سعودي عربستان د سفير مرستيال مشاري الحربي په افغانستان کې د خپلو مرستو په دوام باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د سعودې عربستان دولت دافغانستان يو ستراتيژيک  همکار دى چې له  ٢٠٠٢ ميلادي کال را په  دې خوا يې په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره همکاري کړې ده او د روغتيا سکتور، د افغانستان لپاره يو ډير حياتي بنسټ دى.
د عامې روغتيا وزارت تېرکال له سعودي عربستان سره د پنځو ميليونو ډالرو په يو تفاهم ليک لاسليک کړچې دافغانستان روغتيا سکتور ته د ٣٢ امبولانسوتنو ورکول، په هېوادکې د يوشمېر قابلو روزنه او په ننګرهار ولايت کې د يوه روغتون  او د منځني طب د يوه ښوونځي جوړول چې د جوړولو کار يې دوام لري، پکې شامل دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.