24 May 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په هرات کې دکانکور ازموينه واخستل شوه

په هرات کې دکانکور ازموينه واخستل شوه

هرات باختر د غبرګولي دريمه : په هرات ولايت...

دشهيدان شويو پوليسو له شلوکورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د غبرګولي دريمه : په زابل ولايت کې پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د روژې په مبارکه مياشت کې د شکرې په ناروغۍ او د روژې نيولو د پوهاوى ورکشاپ جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغويي دمياشتې  ٢٧ :
د شکرې ناروغۍ او د روژې په نامه د پوهاوى ورکولو ورکشاپ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى معينيت په نوښت او د افغانستان د شکرې ناروغۍ د ټولنې په همکارۍ جوړ شو .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د پوهاوي ورکولو په دغه ورکشاپ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري او د دغه وزارت د معينانو، رييسانو او کارکوونکو په ګډون جوړ شوى و، د افغانستان د شکرې د ټولنې يو تن مسوول  ډاکتر ايمل منيب د شکرې ناروغۍ او د هغې د مخنيوي د لارو چارو په باب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ته معلومات ورکړل.
ده دغه راز د شکرې ناروغۍ د نښو نښانو او عواملو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې شکره يوه دوامداره ناروغي ده او هيڅکله له منځه نه ځي، خو کولاى شوو هغه کنترول کړو .
ده وويل: که چيرې د شکرې ناروغۍ کنترول نه شي، په سترګو،  زړه، بډوډو، اعصابو، پښو، غاښونو او د بدن په نورو غړو ناوړه اغيزه کوي.
دغه راز د پوهاوي ورکولو د دغه ورکشاپ په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د څه ناڅه ٢٥٠ تنو کارکوونکو په وينه کې د شکرې اندازه د شکرې د کنترول د ټولنې د ډاکترانو له خوا تثبيته شوه.
د شکرې د ټولنې غړي ډاکتر محمدامان وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د دغو کارکوونکو ترمنځ څلور تنه يې تر اوسه پورې نه پوهيدل چې د شکرې ناروغي لري، پنځلس تنه يې د لوړ نورمال په پړاوکې او اته تنه يې د شکرې ناروغۍ په درشل کې دي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په خپلو خبروکې د افغانستان د شکرې ټولنې له مسوولينو څخه مننه او قدرداني وکړه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو په وينه کې د شکرې د تثبيت له امله مننه وکړه .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوې کارکوونکې پروين وويل: تر اوسه پورې نه پوهيدم چې د شکرې په ناروغۍ اخته يم، خو اوس پوهه شوم چې د دغې ناروغۍ د کنترول په خاطر لازم اقدامات ترسره کړم .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.