24 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکانونو دمديريت دطرحې تطبيق روڼتيا رامځته کوي .

کابل باختر دلړم لومړى : دکانونو او پتروليم وزارت وياند قدير...

په تخار کې دروغتيايي علومو له انستيتوت څخه ٢٢٠ تنه فارغ شول

کابل باختر دلړم لومړى : په تخار کې داميد فردا دروغتيايي...

په تخار کې دپوليسو ديوه منسوب په کور کې جنګي وسايل ترلاسه شول .

کابل باختر دلړم لومړى : دتخار ولايت پوليس نن دجنګي وسايلو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبغلان په اندرابو کې دميندو اوماشومانو مړينه کمه شوې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
دپوليو ، شرى ، ژيړي ، نرى  رنځ  او دتوره ټوخي دناروغيو دواکسينونو په تطبيق سره دبغلان  په اندرابو ولسوالۍ کې دميندو اوماشومانو د مړينې کچه کمښت موندلى دى .
دبغلان دپرمختيايي شورا غړې سميلا  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې په ميندو او ماشومانو دواکسينونو په تطبيق او دسيمه ئيزې او شخصي روغتيا ساتنې په ګډون دعامه پوهاوي دپروګرامونو ترسره کوي ددې سبب شوى دى چې دبغلان ولايت داندراب په ولسوالۍ کې دميندو او ماشومانو دمړينې په کچه کې زيات کمښت رامنځته شوى دى .
دبغلان ولايت  دکتلوي معافيت امر ډاکتر عبدالرحمن الفت داندراب ولسوالۍ ښځو او ماشومانو ته دواکسينونو دتطبيق  ښه مصرفونکي وباله اوژمنه يې وکړه چې ډير ژر به دماشومانو د نس ناستې ناروغى دمخنيوي واکسين به دغې ولسوالۍ کې هم تطبيق شي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.