24 July 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کونړيان دحکومت ضد ايتلافونه نه شي زغملى

کونړيان دحکومت ضد ايتلافونه نه شي زغملى

کابل باختر د زمري لومړي دکونړ اوسیدونکي وايي :په حکومت کې...

 بلک هاوک هليکوپترونه  د روسي هليکوپترونو ځاى نيسي .

بلک هاوک هليکوپترونه د روسي هليکوپترونو ځاى نيسي .

کابل باختر د زمري لومړي : په افغانستان کې دناتودغوڅ ملاتړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سي ام سي مؤسسه تر یو کلن ځنډ وروسته په پکتیکا کې بیا خپل فعالیت پیلوي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باخترد چنګاښ د مياشتې ۲۴ مه
په پکتیکا ولایت کې د ټولنې لپاره د قابله ګۍ ښوونځي سی ام سي تر یو کلن ځنډ وروسته بیا ځلې خپل فعالیت پیلوي.
دغه اداره د پکتیکا د ولایتي ادارې په غوښتنه او هلو ځلو سره بیا کار پیلوي او نجونو ته د قابله ګۍ زده کړې ورکوي.
دپکتیکا والي محمدالیاس وحدت باختراژانس ته وویل چې، د ( CME ) مؤسسې فعالیت د پکیتکا لپاره یوه ستره اړتیا ده او په وینا یې په دې سره به ډېری نجونې د قابله ګۍ په برخه کې په مسلکي ډول وروزل شي.
وحدت وویل، هغه روغتیایي مرکزونه چې دا مهال پکې ښځینه قابلې شتون نه لري، په وینا یې د دغه روزنیز پروګرام له مخې به يې ستونزه اواره شي.
وحدت غوښتنه کوي چې دغه پروګرام دې اوږدمهاله شي او ډېرو نجونو ته دې د مسلکي روزنې زمینه برابره کړي. د ټولنې لپاره د قابله ګۍ ښوونځي د سي ام سي مؤسسې د یونسېف په چوکاټ کې په خپله دوه کلنه دوره کې ۳۰ تنو نجونو ته د قابله ګۍ زده کړې ورکوي.
د یادونې وړ ده چې، دامهال په پکتیکا ولایت کې ۳۶ روغتیایي مرکزونه شتون لري چې له دې جملې په ۷ مرکزونو کې قابله ګانې شتون نه لري.

Last modified on Sunday, 16 July 2017 04:06

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.