17 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دهرات والي دانسان اودمالونودقاچاقو دمخنيوي غوښتنه وکړه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : د هرات والي په دغه ...

په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : امنيتي مامورانو نن سهار ٩...

شپاړلس تنه داعشيان په ننګرهارکې په هوايي بريدکې ووژل شول

دجلال آباد ښار \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : په ننګرهار ولايت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمند کې ۱۱۰ تنو ښځو د نرسينګ او قابلګۍ لپاره آزموینه ورکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لښکر ګاه باختر د وږي د مياشتې ۲۱‍ مه
په هلمند ولايت کې د عامې روغتيا ریاست له خوا او برګ موسسې په همکارۍ د دغه ولایت له ۱۱۰ ښځو څخه د قابلګۍ اونرسینګ لپاره ازموینه واخېستل شوه،چې له جملې به يې ۴۸ بریالۍ محصلانې ټاکل کېږي  او وروسته به په ولسوالیو کې دنده ترسره کوي.
د هلمند د والي مرستیال سردارمحمد همدرد باختر اژانس ته وویل چې، د دغه ولایت په لېرې  پرتو سیمو کې  د روغتیا په برخه کې  ګڼې  ستونزې  شتون لري.
همدرد وويل چې د دغسې فرصتونه په مټ کولای شو،څوږ د روغتیا په برخه کې  پرتې  ستونزې  راکمې  کړو.
د برګ موسیسې ولایتي مسول ډاکټر روح الله بیا وايي هغه نرسانې  چې  تر ازموینې وروسته  بریالۍ  شي اړوند ولسوالیو ته به  استول کېږي  اوتر ۳  کالو پورې  به  په ولسوالیو کې  روغتیایي  خدمات وړاندې کوي.
د زیاته کړه چې، دغو نرساتو ته به دفراغت هغه وخت ورکول کېږي،کله چې په ولسوالیو کې ۳  کاله روغتیایي  خدمات ترسره کړي.
پای/وصال

Last modified on Wednesday, 13 September 2017 04:20

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.