20 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بادغيس کې ١٢ روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بادغيس باختر د تلې پنځمه :
په بادغيس ولايت کې دولسو روغتيايي مرکزونو نن بيا په فعاليت پيل وکړ .
دغه مرکزونه د وسله والو طالبانو له  خوا تړل شوي و .
د بادغيس ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست عبداللطيف روستايي د باختر آژانس خبريالته وويل چې دغو مرکزونو د قومي مشرانو په هڅو او هاند سره بيا په فعاليت پيل وکړ .
ده وويل چې دغه روغتيايي مرکزونه د قادس او مقر په ولسواليو او د بادغيس ولايت  په مرکز قلعه نو کې  بيا د خلکوپه چوپړکې شول .
ده زياته کړه: دوى په هڅه کې دي هغه نور کلينيکونه چې د وسله والو طالبانو له خوا دبادغيس ولايت د جويند او بالامرغاب په ولسواليو کې تړل شوي دي، بيا پرانيزي .
  وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د دغو مرکزونو روغتيايي کارکوونکي په مرګ  ګواښلي وو چې دغه ګواښ په دغه ولايت کې د پنځه ويشتو روغتيايي مرکزونو د تړل کيدو سبب شوى و .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.