طالبانو په پکتيکا کې د پوليو واکسين تطبيق ته اجازه ورکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پکتيکا \باختردتلې دمياشتې ٨  نيټه :
طالبانو په پکتيکا ولايت کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د واکسين له تطبيق  سره له مخالفت څخه لاس واخيست او په دغه ولايت کې تر خپلې ادارې لاندې سيموکې يې د واکسين تطبيق ته اجازه ورکړه.
د پکتيکا ولايت د عامې روغتيارياست د کتلوي معافيت آمر ډاکترعبدالحکيم همت نن باختر آژانس ته وويل چې د پکتيکا ټولو سيمو ته له کافي واکسين سره  د واکسيناتورانو د ډلو استول پيل شوي دي او نن د دغه ولايت په ګوت ګوټ کې د پوليو واکسين د تطبيق پروګرام پيل شوى دى.
پاى \ج\ ذ

back to top