په پاکستان کې يوسلو دوه ديرش زره تنه د ايډز په ويروس اخته دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام اباد باختر د تلې  لسمه :
په پاکستان کې يوه ملي سروې ښيي چې په دغه هېوادکې ١٣٢ زره تنه د ايډز (اچ. آى. وي) په ويروس اخته دي .
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر ورکړ:
دغه سروې د نړيوال صندوق په مالي مرسته ترسره شوه او لس مياشتې يې ونيولې چې بشپړه شوه. دغه سروې د پاکستان په شلو ښارونوکې ترسره شوه او شپيتو ټيمونو له پنځه زره سيمو څخه  اطلاعات راټول کړل.  دغه څيړنه په رسمي ډول د اکټوبر د مياشتې په دريمه نيټه ( سبا ) خپريږي .
  نړيوال صندوق يو مشارکتي سازمان دى چې په  ٢٠١٢ميلادي کال کې جوړ شو او هدف يې په پړاويز ډول د ايډز  نوي رنځ يا سل او يا د ملاريا د ناروغيو له منځه وړل دي.
دا د حکومتونو، مدني ټولنې، خصوصي برخې او د هغو کسانو ترمنځ يو مشارکتي سازمان دى چې د ساري ناروغيو له امله کړيږي.
دغه سازمان کال په کال څلور مليارده ډالره د هغو ملاتړيزو پروګرامونو لپاره پانګونه کوي چې په هېوادونو او په اړتيا وړ ټولنوکې د سيمه ييزو متخصصينو له خوا ترسره کيږي .
ختم_ ف _ اکرم

back to top