15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

-کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتيکا کې د ولادت پرمهال لسګونه مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د تلې د مياشتې ۱۸ مه
د پکتيکا ولايت په مرکز او لرې پرتو ولسواليو کې دروغتيايي خدماتو دټکني کېدو له امله ډېری مېرمنې د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
پکتيکا وال په داسې حال کې د روغتيايي خدماتو د نشتون څخه سر ټکوي، چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې يوازې يوه ښځينه ډا کتره فعاليت کوي.
د مرکز ښرنې يوې مېرمنې زينب چې تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي باختر اژانس ته وويل چې پکتيکا د نورو ولايتونو په پرتله د دولت له نظره يو لوېدلی ولايت دی چې اوسېدونکي یې د ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه وايي چې په ټوله پکتيکا کې په دولتي او خصوصي روغتونونو کې يوازې يوه ښځينه ډاکتره فعاليت کوي او په پاتې روغتيايي مرکزونو کې هغه نجونې چې زده کړې يې له شپږم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې کړي دي د ناروغانو درملنه کوي.
هغې زياته کړه چې د دغه ولايت خلک خپلې مېرمنې له يوې خوا له کلتوري ستونزو له امله نارينه ډاکتر ته د درملنې په موخه نه ورولي او دا کار د ځان لپاره يو پېغور بولي بل اړخ ته په دغه ولايت کې ښځينه ډاکترې نه شته چې له امله يې  د مېرمنو ډېری حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
د برمل ولسوالۍ يوه تن قومي مشر اسدالله بیا وايي چې برمل د پکتيکا له سرحدي ولسواليو څخه شمېرل کېږي چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.
هغه زياته کړه په ټوله ولسوالۍ کې يو دولتي روغتون لري چې کارکوونکي يې غیرې مسلکي دي او نرسان د ډاکترانو دندې ترسره کوي چې له امله يې په دغه ولسوالۍ کې په کال کې تر لس زيات ناروغان د يادو کارکوونکو د غيرې مسلکيتوب له امله ژوند له لاسه ورکوي.
د ده په خبره چې په کال کې تر ۲۰ زياتې مېرمنې د ولادت پرمهال ژوند له لاسه ورکوي، چې دوی دغه ستونزه د عامې روغتيا له رياست سره هم شريکه کړې خو تر اوسه ورته د حل لارې نه دي لټول شوې.
د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د پاينده خېلو د کلي اوسېدونکی او مدني فعال عظمت کټوازي هم د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ټکنيو روغتيايي خدمتونو خبره کوي او وايي چې چارواکي يوازې دخپل موقف د ساتلو په غم کې دي نور ورنه د خدمت تمه نه شي کېدلی.
هغه وايي د پکتيکا په خيرکوټ، خوشامند، جاني خېل، وړممۍ، تروې او وازېخوا ولسواليو کې هره مياشت تر لس زياتې مېرمنې د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، ځکه روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او نورو ولايتونو ته يې د وړلو اقتصاد او د لارو خرابتيا اجازه نه ورکوي چې درملنه يې وکړي.
عظمت زياتوي(( په يادو ولسواليو کې دولادت پرمهال دکليو له دود سره سم دکلي مشرانې ښځې دخپلو تجربو له مخې دولادت پرمهال له مېرمنو سره مرسته کوي،چې ډېری وخت يامور وژل کېږي او يا يې هم ماشوم))
بل خوا د پکتيکا ولايت د ښځو چارو رېیسه بي بي حوا خوشيوال بيا وايي، چې دغه ولايت ته ځکه دنورو ولايتونو مېرمنې کارته زړه نه ښه کوي چې په غه ولايت کې يې داولادونو لپاره دزده کړې چاپېريال نه دی برابر.
هغې زياته کړه چې مېرمنې د روغتيا په برخه کې له ګڼو ستونزو ترڅنګ روغتيايي مرکزونو او زده کړو ته لاسرسی نه لري چې له امله يې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا رېيس ډاکتر ولي ګل خروټی بیا وایي چې پکتيکا يو سرحدې ولايت دی پراخ مساحت لري خلک يې د لارېو د خرابوالي له امله هم روغتونونو ته لاسرسی نه لري چې له امله يې ستونزې را ولاړېږي.
هغه زياته کړه، چې د مور او ماشوم مړينه د پخوا په پرتله کمه شوې ځکه په يو شمېر ولسواليو کې يې قابله ګانې په دندو ګمارلې دي چې دا مهال يې ښه پايله ورکړې اوخلک يې له کړنو خوښ دي.
د ولي ګل په خبره پکتيکا کې ۴۴ دولتي او نهه خصوصي روغتيايي مرکزونه لري چې دواړو برخو کې يوازې يوه ښځينه ډاکتره لري او هڅې مو پيل کړي چې دې چارې ته د حل لارې ولټوي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.