25 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ايبکوښارکې د ملاريا او لشمانيا د تشخيص او درملنې لپاره ودانۍ جوړيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ايبک \باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه  :
د دوو روغتيايي پروژو د جوړولو کار پرون په  سمنګانو ولايت کې پيل شو.
د سمنګانو ولايت  د عامې روغتيا رئيس باختر آژانس ته وويل: په دغو پروژوکې  د ملاريا او لشمانيا ناروغيو د تشخيص او درملنې لپاره يو روغتيايي کلينيک  او د طبي درملو لپاره يوه زيرمه شامله ده چې د اتلسو مترو په اوږدوالي او د دولسو مترو په سور جوړيږي چې د ايبکو ښار د سولې په کارتې کې د يوه جريبه دولتي ځمکې په ساحه کې د عامې روغتيا وزارت له بودجې څخه د لسو ميليونو افغانيو په لګښت تطبيقيږي.
خبرځاى زياته کړه: دغه پروژې په دولسو مياشتوکې بشپړيږي او د ايبکو ښار  اوسيدونکو ته به زياتې آسانتياوې برابرې شي.
پاى \ سعيده \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.