25 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پاک چاپيريال د بشپړې روغتيا تضمین دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۲۳ مه
پاک چاپیريال د بشپړې روغتيا تضمین دی او دا دهر وګړي دنده ده،څو د چاپيريال په پاک ساتنه کې خپل مسووليت ادا کړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د پکتيکا ولایت وګړو د پاک چاپیريال ساتنې تر نامه لاندې د عامه پوهاوي په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
په دغه غونډه کې د پکتیکا د ولايت مرستیال عطاالله فضلي سربېره د دولتي ادارو مسوولینو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو برخه لرله.
دپکتيکاولايت مرستيال د غونډې په پيليزه وينا کې وویل چې چاپېریال ساتنه د ټولو ژوندویو موجوداتو په ژوند پورې تړلي مسئله ده او په وینا یې دې برخې ته پاملرنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
هغه وویل زیات شمېر ناروغۍ او ناخوالې د ککړې هوا له امله رامنځ ته کېږي ،نو په کار ده چې دغه مسئلې ته په جدي ډول سره پاملرنه وشي.
قومي مخورو،ځوانانو او ديني عالمانو هم د چاپيريال ساتنې د ورځې په مناسبت هر اړخيزې ويناوې وکړې.
دوی وویل: د منظم او پاک چاپیریال په ساتنه کې له دولت سره همکاریو،څو مو خپل چاپیریال پاک او له ککړ والي څخه لرې ساتلی وي.پای/وصال
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.