15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ننګرهار امبولانس په فعاليت پيل وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال آباد  \ باختردليندۍ دمياشتې ١٢نيټه :
ننګرهار  امبولانس نن په کار او فعاليت پيل وکړ.
دغه مرکز په لومړي ګام کې په طبي دستګاو له اوو سمبالو امبولانسونو سره  د دغه ختيځ ولايت د خلکوپه خدمت کې دى.
د ننګرهار ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله کامه وال باختر آژانس ته وويل چې دننګرهار امبولانس د عامې روغتيا وزارت له خوا د لسو ميليونو افغانيو په پانګه جوړ شوى دى.
ده وويل: ناروغ لرونکي هر وخت او له هر ځاى څخه کولاى شي ډير روغتيايي مرکز ته د خپلو ناروغانو د ليږدونې لپاره د ټيلفون له لارې دننګرهار امبولانس له  مرکز سره اړيکې ونيسي .
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز  دننګرهار امبولانس له مرکز څخه  دګټې اخيستنې په مراسموکې وويل چې ددغه مرکز دکار پيل په خپل وخت  روغتونونو ته  د ناروغانو د رسولو لپاره يو ستر ګام دى.
ده وويل چې په راتلوونکي  ګام کې به د دغه مرکز د امبولانسونو شمېر زيات شي چې په آسانۍ سره کولاى شي ټول ناروغان د خپلو خدمتونو تر پوښښ لاندې ونيسي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي چې په خپل وخت روغتونونو ته د ناروغانو  د ليږدونې لپاره د يوه فعال مرکز نه شتون د ننګرهار خلکو په وړاندې يوه ستره ستونزه وه.
پاى \ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.