15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ټولنه کې د روغتيايي کارکوونکو ملي ورځ ونمانځله شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
د عامې روغتيا وزارت په ټولنه کې د روغتيايي کارکوونکو ملي ورځ ونمانځله.
دغه مراسم نن په ټولنه کې د روغتيايي کارکوونکو په پراخ ګډون سره پرځاى شول.
د عامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د عامې روغتيا وزارت د ټولنې ٣٠ زره روغتيايي کارکوونکي روزلي دي او د هغو په واسطه د استوګنې سيمو په تېره بيا د هېواد لرو پرتو سيمو ته روغتيايي خدمتونه رسوي چې د هېواد اتباع له باکيفيته روغتيايي خدمتونو څخه ګټه واخلي.
په هغو مراسموکې چې د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو د ملي ورځې په مناسبت  د عامې روغتيا وزارت له خواپرځاى شوي و؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني پيغام ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:(( دټولنې دګډون پربنسټ روغتيايي پروګرام چې د رضاکارو روغتيايي کارکوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي؛ په هغه کې د خلکو او ټولنې رول   جوت دى او د افغانستان د دولت مشرتابه په غوڅه توګه د هغه ملاتړ کوي. د ټولنې روغتيايي کارکوونکي د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې د کمولو او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د لوړولو په لاره کې ارزښتناک رول لري.))  په دې مراسموکې د عامي روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معين ډاکتر فدامحمد پيکان دټولنې د روغتيايي کارکوونکو د کارونو له امله  قدرداني وکړه او وېې ويل: دټولنې روغتيايي کارکوونکي هغه رضاکاران دي  چې دټولنې د ګډون پربنسټ د روغتيايي پروګرام د يوه مهم عنصر په توګه  لومړني روغتيايي خدمتونه  د روغتيايي پوستو له لارې چې د روغتيايي اساسي  خدمتونو د مجموعې لومړنى ګام بلل کيږي، د هېواد په لرو  پرتو کليو او بانډو کې وړاندې کوي.
دغه خدمتونه د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې په کمښت کې ارزښتناک رول لوبوي.
ډاکتر پيکان د ټولني روغتيايي کارکوونکي د ټولنې او د روغتيايي سکتور ترمنځ ارتباطي پل بولي او وايي چې د ټولنې روغتيايي کارکوونکي په مشخص ډول د روغتيايي تعليماتو د وړاندې کولو د لومړنيو مرستو ، د معمولي ناروغيو د درملنې د رجعت ورکولو د سيستم د پياوړتيا، د نري رنځ د درملنې د سيستم د تعقيبولو، دکورنۍ د تنظيم د خدمتونو د وړاندې کولو او د واکسيناسيون د ملي کمپاينونو د تطبيق په لاره کې مشخصې دندې ترسره کوي.
په نننيو مراسموکې يوشمېر روغتيايي کارکوونکو ته د ستاين ليکونو په ويشلو سره وستايل شول او له هغوى څخه وغوښتل شول چې د خپلو ارزښتناکو دندو په  دوام سره د خپل هېواد د روغتيايي ستونزو په کمښت کې ونډه واخلي او دهېواد روغتيايي سيستم زيات پياوړى کړي.
پاى \ ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.