15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې د ايډز په ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زياتوالى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال آباد باختر د ليندي  پنځلسمه :
په ننګرهار ولايت کې د ايډز په ناروغۍ داخته کسانو شمېر زيات شوى دى .
په تيرو دريوکلونوکې په ننګرهار ولايت کې د ايډز څه ناڅه ١٥٠  پيښې ثبتې شوې وې، خو په روان کال کې دغه شمېر ٢٥٧ ته  رسيدلى دى.
د خپرو شويو شمېرنو له مخې:
په ننګرهار ولايت کې د ايډز د ناروغانو شمېر ٢٥٧ تنه ښودل شوى دى چې له دې جملې څخه تر اوسه پورې ١٤٩ تنه يې له کتنې وروسته مثبت تشخيص  شوي دي .
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست د ايډز  د کنترول د برخې مسوول ډاکتر نور حسن باختر آژانس ته وويل چې د ايډز په ويروس له دوه سوه اووه پنځوسو اخته کسانو له جملې څخه په سلوکې ٦٨ يې نارينه او په سلوکې ٢٢ يې ميرمنې او نجونې دي .
ايډز يوه وژونکي او ويروسي ناروغي ده چې زياتره د غير مصوونو مقاربتونو او په ويروس د ککړو طبي سامان آلاتو له لارې سالمو اشخاصو ته دليږدونې وړ ده.  د ننګرهار  روغتيايي مسوولان  وايي چې د ايډز ناروغۍ د تشخيص او کنترول د مرکزونو د شمېر په لوړوالي او هېوادوالو ته د پوهاوي په ورکولو سره هڅه کوي چې د دغې ناروغۍ د کنترولولو په لاره کې ګام واخلي .
د خپلې ناروغۍ د مخنيوي لپاره له ډاکترانو سره د ايډز د ځينو ناروغانو نه ليوالتيا د هغوى د درملنې او هم په ننګرهارکې د دغې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په وړاندې يو بل جلنج بلل کيږي .
  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په کال کې څه د پاسه يو ميليون تنه انسانان د ايډز په ناروغۍ د اخته کيدو له امله مري .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.