20 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غور کې پنځه تنه روغتيايي کارکوونکي وتښتول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

فيروزکوه  \ باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
پنځه تنه  روغتيايي کارکوونکي پرون  د وسله والو طالبانوله خوا په غور ولايت کې  وتښتول شول.
د غور ولايت د عامې روغتيا رييس غلام نبي يګانه باخترآژانس ته وويل  چې د غور ولايت دعامې روغتيا د رياست  پنځه تنه روغتيايي کارکوونکي چې يوه ميرمن هم پکې شامله ده دوسله والو طالبانو له خوا دفيروز کوه په الايار سيمه کې يرغمل ونيول شول.
دغه کارکوونکي هغه وخت د وسله والو  مخالفانوله خوا وتښتول شول چې  دالايار دسيمې په ځينو کليو کې دماشومانو د فلج يا ګوزڼ د واکسين  دتطبيق په  حال کې و .
ده زياته کړه چې دسيمې مشرانو ددغو  روغتيايي کارکوونکو د ژغورنې لپاره  دوسله والو طالبانو له ډلې سره خبرې کړي دي.    پاى \ذکرالله \ 


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.