16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غني خېلو ولسوالۍ کې د ځانمرګي واسکټ ترلاسه کېدل

جلال اباد باختر د چنګاښ ۲۵ مه افغان ځواکونود ننګرهار ولایت...

په هلمند کې د ۸ تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

لښکرګاه باخترد چنګاښ ۲۵ مه د هلمند ولایت په ناوې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ریېس غني د ایمرجنسي روغتون ادارې ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومې ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمد اشرف غني نن د ایمرجنسي روغتون ادارې ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ او د افتخاري تقدیر نامو په ورکولو یې د یاد روغتون د منسوبینو د کړنو قدرداني وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول د هېواد لومړۍ مېرمنې او د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز هم حضور درلود چې، لومړی په فرهنګي چارو کې د جمهورریېس سلاکار اسدالله غضنفر د دوو یادو مواردو په اړه د جمهورریېس فرمان او حکم ولوست.
په فرمان کې ويل شوي و چې، په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون ادارې او روغتیایي مرکزونو په سختو شرایطو کې افغانانو سره مرسته کړې په ځانګړي ډول په کابل او لښکرګاه ښارونو کې د ایمرجنسي روغتون منسوبیو د بیړنیو او ترهګریزو پېښو د ټپیانو په لېږدونه، د لومړنیو مرستو په رسولو او درملنه کې د قدر وړ خدمتونه کړي او خپلې اړوندې دندې یې په بشپړ اخلاص، رښتینولۍ او په بریا سره ترسره کړي چې، له همدې امله د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهورریېس د ایمرجنسي روغتون ادارې ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکول منظوروي.
په همدې ترتیب په دې مراسمو کې د هېواد د جمهورریېس د یوه حکم په اساس په کابل کې د ایمرجنسي روغتون ۱۱ تنو منسوبینو هر یو د برنامو د همغږي کوونکي دي جان پنېک، د طبي برخې همغږي کوونکې جورجیا نو وېلو، د برنامو د تنظیمولو همکار اکبر وافي، د تدارکاتو د برخې همکار محمد اصف، د جراحي د برخو ډاکټران عبدالشکور سردار او ډاکټر میر عبدالعظیم، د روغتیاپالو د څانګې مسوول غلام سخي، روغتیاپالې وجیهې، روغتیاپالې لیلا، د بیړنۍ پاملرنې څانګې روغتیاپال محمد یوسف او د عملیاتو د څانګې روغتیاپال محمد مبین ته چې د تروریستي پېښو ټپیانو ته یې د لومړنیومرستو او عاجلې درملنې په برخه کې هڅې کړي دي، افتخاري تقدیرنامې ورکړې.
د نښان او افتخاري تقدیرنامو له ورکړې وروسته د هېواد جمهورریېس  د ایمرجنسي روغتون او روغتیایي مرکزونو منسوبینو،ډاکټرانو، ټپیانو او  ناروغانو ته د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه.
جمهورریېس وویل: څو ځلې چې د ایمرجنسي روغتون ته د ټپیانو پوښتنې لپاره ته تللی یم، نو په چاپیریال کې يې د مثبت بدلون، پاکوالي، د وضعیت د ښه والي، د روغتون د مدیریت، انسجام او د خدمت کولو لپاره د ژمنې شاهد وم.
محمد اشرف غني زیاته کړه، له اړو او بې وزله  خلکو او ټپیانو سره همکاري عظیمه پانګه ده.
هغه څرګنده کړه چې،د افغانستان او ایټالیا ترمنځ ښه همکاري موجوده ده او ایمرجنسي روغتون په افغانستان کې د جوړېدو راهیسې بې ساري فعالیتونه او خدمتونه ترسره کړي او له دې امله د ايټالیا د خلکو مننه کوم.
جمهور ریېس غني وویل، تېرکال مې لارښوونه کړې وه چې، له ملي بودجې دې ایمرجنسي روغتونونو سره همکاري وشي، خو سږکال د عامې روغتیا وزارت ته لارښونه کوم چې دوامداره همکاري ورسره وکړي.
د هېواد جمهورریېس دې ته په اشاري چې موږ نور  په هېواد کې د تروریستي پېښو د تکرار شاهدان و نه اوسو وویل چې، د دې روغتون خدمتونه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پورې محدود نه دي، بلکې ملکي وګړو په ځانګړي ډول کوچنیانو او ښځو ته هم برابرېږي. 
وروسته د ایمرجنسي روغتون د برنامو د همغږي کوونکي دي جان پنېک وویل، د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان د ټولو کارکوونکودی.
هغه د جمهورریېس دوامداره ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، زموږ ټول همکاران ژمن دي چې، د افغانستان خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
په همدې حال کې د جراحي ډاکټر عبدالشکور سردار له جمهورریېس څخه په مننې ایمرجنسي روغتون ته د نښان او افتخاري تقديرنامو د ورکړې له امله وویل چې، د ایمرجنسي روغتونونه په سختو شرایطو کې خپلو هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه ایمرجنسي روغتونونه په نړیواله کچه پېژندل شوي دي چې، په کابل، هلمند او پنجشېر ولایتونو کې فعالیت کوي او یو ځل بیا د زیاتو موثرو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې خپله ژمنه کوي.
په ورته وخت کې په کابل کې د ايټالیا سفیر رابرتو کانټون  د ایټالیا حکومت په استازیتوب په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو د خدمتونو د قدردانۍ په خاطر له جمهور ریېس څخه مننه وکړه او وې ویل: په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون روغتیایي خدمتونه له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو او همکارۍ  د ژمنې ښکارندویي کوي.پاى – ذکرالله 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.