17 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دائتلاف  دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ...

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې  په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې دايډس د زياتوالي له امله انديښنې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردمرغومي دمياشتې٢٤نيټه :   
د قندهارولايت دعامې روغتيارياست تراوسه پورې دايډس د ناروغۍ  ١٠٧ پيښې  ثبتې کړي دي.
د قندهار ولايت دعامې روغتيا رياست دايډس له ناروغۍ سره د مبارزې د څانګې مسوول  همايون رحماني د باختراژانس له بريال سره په مرکه کې وويل چې په قندهار کې دايډس د ناروغۍ زياتوالى  ټګان ورکونکى دى او دغه خطرناکه ناروغي د هرې ورځې په تېريدوسره زياتيږي .
همايون رحماني زياته کړه  ؛ د ١٣٩١  کال څخه راپه دې خوا د قندهار ولايت دعامې روغتيا په رياست کې دايډس د ناروغۍ  ١٠٧ پيښې  ثبتې شوي دي  چې   ١١  يې ښځې   او ٤ تنه ماشومان هم پکې شامل دي.
ده زياته کړه  د روان کال په نهو مياشتو کې  په دغه رياست کې دايډس دناروغۍ  ٢٠ مثبتې پيښې ثبتې شوې دي،په داسې حال کې چې تېرکال اتلس پيښې ثبتې شوي وې .
ده په قندهارولايت کې دايډس په ناروغۍ داخته کسانو د زياتوالي اساسي علت   بيوزلي ، وزګارتيا ،. د سواد ټيټه کچه او د نشه يي توکو استعمال وباله.
پاى\ ج\ ذ

 

Last modified on Monday, 15 January 2018 06:00

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.