21 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طبي وسايل دغزني دولايتي روغتون په واک کې ورکړى شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
درې اتياقلمه  طبي وسايل  نن دغزني دولايتي روغتون په واک کې  ورکړى شول .  دغزني ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر ظاهر  شاه نيکمل باختراژانس ته وويل چې دڅه دپاسه اتو مليونوافغانيو په ارزښت درې اتيا قلمه طبي وسايل  دبې -ډي - ان موسسې  له خوا په وړيا  ډول دغزني دولايتي روغتون په واک کې ورکړى شول .
ده زياته کړه چې په دې مرسته  کې دفزيوتراپۍ  دبرخې ټول وسايل او سامان الات  ، له ټولو لوازمو سره يې معياري چپرکټونه ، دزړه دګراف دوه ماشينونه او اړونده وسايل يې  دالتراسوند ماشين او وسايل او دبرقي  شارت درې آلې شته .
ده  زياته کړه چې دغزني  ولايتي روغتون دطبي  وسايلو اوتجهيزاتو له کمښت سره مخامخ و  او هيله ده چې له دغو نويو طبي وسايلو او سامان الاتو څخه په استفادې سره په دغه روغتون کې دروغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو بهير ښه شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Tuesday, 16 January 2018 06:12

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.