19 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل کې  له  ٥٥ وسلو سره  ددوو تنو نيول کيدل .

په کابل کې له ٥٥ وسلو سره ددوو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دپوليسو موظفينو دکابل په ديارلسمې...

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : له يوسلو څلويښتو بې...

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند  له کرکټ  ټيم سره  لوبه کوي .

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند له کرکټ ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دکرکټ ملي ټيم...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دقابلو او روغتياپالو د پروګرام دويمه دوره پيل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
دقابلو  او روغتيا پالانو  دزده کړې دويمه دوره پرون  دافغان کورنيو دساتنې  دموسسې له خوا د لوګر ولايت دعامې روغتيا درياست په همکارۍ  په دغه ولايت کې پيل شوه.
د لوګر ولايت  دعامې روغتيا رئيس ډاکتر رسول ګل ثمر دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دزيږون په وخت کې دميندو  دمړينې دمخنيوي په مقصد  دقابلو او  روغتياپالانو دروزني  دپروګرام دويمه دوره  دلوګرولايت  په مرکز کې پيل شوه.
دافغان کورنيو دساتنې دموسسې مسوول ډاکتر هدايت الله سهاک وايي چې په دې دوره کې  به  ٤٨ تنه نجونې دقابلګۍ  اونرسنګ په برخو کې دوه کاله زده کړې وکړي.
ده زياته کړه  په دې دوره کې   دلوګر ولايت  له ټولو ولسواليو څخه  زده کوونکي  جذب شوي دي .
په پاى کې  دلوګر والي محمد حليم فدايي د سي اې  اف    له موسسې څخه مننه وکړه   او زياته يې کړه  چې په دغه ولايت کې خلک  روغتيايي خدمتونو ته اړتيالري .
ده له زده کوونکو څخه وغوښتل چې  دعلم په  زده کړه کې   په ايماندارۍ اوصداقت سره هلې ځلې وکړي چې په راتلوونکي کې خلکو ته ښه روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Monday, 22 January 2018 12:20

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.