20 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د تغذيې سوژې د پوهنې په درسي نصاب کې شامليږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
د عامې روغتيا په وزارت کې  دتغذيې شپږمه غونډه  جوړه شوه.
دعامې روغتيا وزارت دپلان او پاليسۍ رئيس احمدجان دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  چې دغه  غونډه داطلاعاتواو افرهنګ،  کرنې او اوبو لګولو  ، دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا د وزارتونو، يونيسف ، د نړۍ د روغتيايي سازمان او د غدايي ملي اجندا  د سکرتريت  داستازو په ګډون  جوړه شوه .
په دې غونډه کې مهمې خبرې  دهېواد دپوهنې په نصاب کې د تغذيې دمسئلو شاملول و  چې په نتيجه کې يوه موقته ډله  جوړه شوه  څو مشخصه کړي  چې دتغذيې  کومي موضوعګانې د پوهنې په تعليمي نصاب کې شاملې شي.
پاى \  ج\  ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.