10 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني: زما او د حکومت اراده داده چې د فساد رېښې وچې شي

جمهوررئیس غني: زما او د حکومت اراده داده چې د فساد رېښې وچې شي

کابل باختر د ليندى اتلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په يکاولنګ  کې ددووښوونځيو ودانۍ  ګټې  اخستنې ته وسپارل شوې

په يکاولنګ کې ددووښوونځيو ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل باختر د ليندى اتلسمه : دباميانو ولايت په يکاولنګ ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ميدان وردګو کې د نري رنځ د ناروغۍ د جرړو دايستلو لپاره هڅه اوهاند

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ميدان ښار \باختر\دوري دمياشتې ٢٥نيټه :
د ميدان وردګو په ولايت کې د نري رنځ د ناروغۍ د جرړو  د ايستلو لپاره هڅه او هاند دوام لري.
که څه هم دميدان وردګو په ولايت کې د نري رنځ په ناروغۍ داخته کسانو دقيق شمېر معلوم نه دى  خو ځينې روغتيايي سرچينې په دغه ولايت کې  د نري رنځ  د ودي د بهير  خبرې کوي.
د ميدان وردګو ولايت د عامې روغتيا ريېس محمدسالم اصغرخېل نن د نري رنځ د نړيوالي ورځې په مراسمو کې وويل ؛  چې دوى   په دولتي روغتونونو کې  د نري  رنځ  د درملنې دڅانګوپه  زياتولو او هم دخلکو په پوهاوي سره هڅه کوي چې په ميدان وردګو کې د دغې ناروغۍ  کچه ټيټه کړي.
له  بلې خوا د عامې روغتيا وزير د نري رنځ د نړيوالي ورځې مراسمو ته ديوه
پيغام په لېږلو سره له هېوادوالو څخه وغوښتل چې  د دغې ناروغۍ  په زيانونو په پوهيدوسره  دې  ، ايمني ټکو ته پاملرنه وکړي.
ډاکټر فيروزالدين فيروز په دې پيغام کې د هېواد په دولتي  روغتونونو کې  په نري رنځ  داخته کسانو د وړيا درملنې ته په اشارې سره له ناروغانو څخه وغوښتل چې درملنې لپاره  دې دغو روغتونونو ته مراجعه وکړي.
نرى رنځ  يوه  وژونکي  اوخطرناکه ناروغي ده  چې  په خپل وخت د نه درملنې په صورت کې  ،. دمړينې سبب کېږي .
د وړاندې شويو ارقامو له مخې  په  ٢٠١٦ ميلادي  کال کې په ټوله نړۍ کې  لس ميليونه او څلور زره تنه انسانان د نري رنځ په ناروغۍ اخته و چې له دې  جملې څخه کابو يوميليون اووه سوه زره تنه له منځه تللي دي. پاى \ ذکرالله \

Last modified on Sunday, 15 April 2018 05:37

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.