15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پکتیکا : تر څلوېښت زرو ډېر ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې دي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د وري د میاشتې ۲۷ مه
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیتا مسوولین وایې، د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو  او نورو لاملونو پر اساس (درې څلوېښت زره یو سل او یو پنځوس) ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې کېږي.
د عامې روغتیا ریېس ډاکټر ولي ګل د باختر اژانس سیمه يېز خبریال ته وویل چې، د یو شمېر ستونزو له امله د  پکتیکا ولایت د زرغون ښار ولسوالۍ په کهنه سیمه کې، د ګوملې ولسوالۍ په اوه کلسترونو او د برملې ولسوالۍ په ډېری سیمو کې ماشومان د پولیو له واکسینو څخه بې برخې پاتې کېږي.
ډاکټر ولي ګل وویل : (( تېرځل  په ګومل کې لس زره  او په زرغون ښار کې نږدې زرو ماشومانو ته واکسین نه دي ورکړل شوي، او داځل دوی ته خبرداری ورکړل شوی چې په برملې کې واکسین تطبیق نه کړي، نو په دې توګه به د برملې دوه دېرش زره ماشومان له واکسینو بې برخې پاتې شي. ((
د عامې روغتیا ریېس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، په دغو سیمو کې د واکسینو د نه تطبیق یو لامل طالبان دي چې د پولیو کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي څو د پولیو واکسین تطبیق کړي او بله ستونزه داده چې د پولیو د ګټو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی.
ډاګټر ولي ګل وویل، په یادو سیمو کې یې  د قومي مشرانو او دیني عالمانو په واسطه د واکسینو له مخالفو ډلو او کورنیو سره خبرې روانې دي، څو د ماشومانو د روغتیا د ساتنې او له دایمي فلج څخه د ژغورنې په موخه دغه ګټور واکسین تطبیق شي.
د ولي ګل په خبره ، په ګومل او برمل ولسوالیو  کې یې لسګونه روغتیايي مبلغین هم په دندو ګومارلي دي څو د واکسینو په ګټو خلک وپوهوي او د پولیو خپرېدونکې ناروغي سرایت ونه کړي.
سرچینه وایې، د پولیو داځل کمپاین چې  دوشبنه په ټول هېواد کې پیلېږي، په پکتیکا کې به ( دوه لکه اولس زره) ماشومان واکسین شي، او یوشمېر نورو ته به یې د ويټامین اې  ټابلېټ هم ورکړل شي.
  د پکتیکا د عامې روغتیا ریېس او د کتلوي معافیت آمر  وویل چې، ټول روغتیايي خدمتونه بې لوري دي او د هر چا لپاره دي.
دوی له ټولو ډلو او کورنیو وغوښتل چې په هره سیمه کې واکسینو او د نورو روغتیايي خدمتونو پلې کېدو ته بشپړه اجازه ورکړي.
دوی د پولیو د واکسینو په اړوند د یوشمېر خلکو د ناسم ذهنیت په اړه وویل : (( دا موضوع پټه نه ده ، د نړۍ او افغانستان عالمانو د دې واکسینو په تطبیق او مشروعیت فتوا ورکړې ، چې  یوازي هدف یې د پولیو وایروس ختمول دي.))
د کتلوي معافیت آمر ډاکټر عبدالحکیم همت زیاته کړه ، هغه افغان مسافر چې ماشومان ورسره وي او د نړۍ نورو هیوادونو ته سفر کوي، د هرهېواد په هوايي ډګر کې لومړی واکسین ورکول کېږي،  ترڅو د پولیو وایروس ونه لري او نورو ته انتقال نه شي.
همت له دیني عالمانو هم وغوښتل چې د ماشومانو د روغتیا لپاره د پولیو واکسینو د ګټو او د دې وایروس په زیانونو  خلکو ته  رښتیا ووایې  او په دې اړوند خپل مسوولیت ادا کړي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست په وینا ، په روان کال کې تر اوسه پورې په پکتیکا کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او دا پېښې په هغو سیمو کې ډېرې پيدا کېږي ، چېرته چې واکسین نه وي تطبیق شوي.
د مسوولینو په وینا، په نوره نړۍ کې پولیو وایروس له منځه تللی، یوازي په پاکستان ، افغانستان او نایجریا کې يې لاهم مثبتې پېښې ثبت کېږي او لامل یې په سم ډول او ټولو ماشومانو ته د واکسینو نه تطبیق کول ښیي.وصال

Last modified on Monday, 23 April 2018 04:45

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.