19 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : د اطلاعاتو اوفرهنګ...

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ـ کابل باختر د تلې ۲۶ مه درنو وطنوالو! د انتخاباتي کمپاینونو...

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

تالقان باخترد تلې ۳۶ په تخارولایت کې د پوهنې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بغلان کې نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ثور  ٢٥:
په بغلان ولايت کې پرون اوولس نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شول .
  د بغلان والي عبدالحي نعمتي د دغو نويو روغتيايي مرکزونو دپرانستلو په مراسمو کې ددغه ولايت د عامې روغتيا رياست د کارونو او د بغلان خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له امله دخوښۍ په  څرګندولو سره  امنيتي  ستونزې په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې  اساسي ستونزه وبلله او ډاډ يې ورکړ چې د الله ( ج ) په مرسته او دامنيتي ځواکونو په ميړانې سره به  دغه ستونزه ډير ژر حل کړو .
دبغلان دعامې روغتيا رييس  محب الله حبيب وويل  چې اوولس نوي روغتيايي مرکزونه ددغه ولايت په نهو ولسواليوکې دبغلان ولايت  دعامې روغتيا رياست له خوا د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد جوړ شوي دي .
  ده وويل : د دغو مرکزونو په جوړولو سره روغتيايي خدمتونو ته  دبغلان ولايت د اوسيدونکو  د لاسرسۍ کچه  په سلوکې څه دپاسه  پنځه نوي ته زياته شوې ده .
دبغلان دعامې روغتيا رييس  دميندو اوماشومانو  د مړينې د کمښت په لاره کې  ددغو مرکزونو رول او فعاليتونه مهم او اساسي وبلل او ويې ويل  چې پخوا  په بغلان ولايت کې ٧٢ روغتيايي مرکزونو فعاليت کاوه چې د نويو مرکزونو په جوړولو سره دغه شمېر څه ناڅه ٨٠ مرکزونو ته  رسيدلى دى.
  دپلخمري ښار يو تن اوسيدونکى سبز علي چې دخپل استوګنې کور يې  په وړيا ډول دروغتيايي مرکز دجوړولو په خاطر دبغلان  ولايت دعامې روغتيا رياست په واک کې  ورکړى دى؛ وويل چې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا ښه والي  او وړاندې کولو په لاره کې  د عامې روغتيا رياست  د پاملرنې له امله  مننه کوي او هغه دبغلان ولايت دخلکو د روغتيايي حالت دښه والي په لاره کې يو ښه ګام پولي.
  ختم- ج _ اکرم

Last modified on Tuesday, 15 May 2018 13:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.