17 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبې کيفته درملواو خوراکي توکو يوشمير پلورنځي وتړل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثور ٢٦: دبې کيفته او تيرتاريخ درملو او خوراکي توکو دپلورنې دمخنيوي په لاره کې دجلال اباد ښاروالۍ کمپاين دوام لري . په نوي مورد کې د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې څو پلورنځي د تيرتاريخ او بې کيفته درملو او خوراکي توکو دپلورنې په دليل جريمه شوي دي . له بله پلوه ويل کيږي مسوولينو په ننګرهار ولايت کې په لسګونو ټنه تيرتاريخ او بې کيفته درمل او خوراکي توکي ترلاسه کړي دي . دننګرهار دعامې روغتيا درياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې ددوى دڅيړنې ټيم تراوسه پورې په لسګونو ټنه تيرتاريخ اوبې کيفته درمل اوخوراکي توکي له پلورنځيو څخه کشف او ضبط کړي دي او شپږ پنځوس پلورنځي نغدي جريمه شوي او يا تړل شوي دي . دننګرهار ولايت دعامې روغتيا درياست مسوولينو دپلورنځيو خاوندانو ته خبر دارى ورکړې دى که چيرې دتيرتاريخ او بې کيفته درملو او خوراکي توکو په پلورنې لاس پورې کړي له قانوني چلند سره به مخامخ شي . ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Saturday, 19 May 2018 10:36

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.