22 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ۱۲۸۲ډالرو وړاندې کېږي

کابل\باختر\ د سلواغې د مياشتې٢نيټه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

پنځه تنه  مشکوک کسان په کندز کې ونیول شول .

پنځه تنه مشکوک کسان په کندز کې ونیول شول .

کابل باختر د سلواغې ۲ پنځه تنه پرون په...

په قندهار کې د ۱۰ تنو طالبانو وژل کېدل

په قندهار کې د ۱۰ تنو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د سلواغې ۲ مه د قندهار ولایت د میوند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د عامې روغتيا وزارت د سولې د کاروان لپاره بيړني خدمتونه برابرکړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٩نيټه :          
د عامې روغتيا وزارت د سولې د کاروان لپاره بيړني روغتيايي خدمتونه برابر کړل.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله  مخې:
د هلمند ولايت د سولې کاروان په پلي توګه له څو ولايتونو څخه په تيريدو سره پرون کابل ته را ورسيد.
د کابل ښار دروازې ته د دغه کاروان په رسيدو سره د عامې روغتيا وزارت له خوا بيړني خدمتونه او امبولانسونه د دوى په خدمت کې وګومارل شول چې د سولې د کاروان غړي چې په  پلي توګه يې سفر کړى، په لاره کې له زياتو ستونزو او د اوبو له نشتوالي سره مخامخ شوي وو او دغه وزارت د دغه کاروان يوشمېر غړي چې پښې يې تڼاکي او زيات ستړي ستومانه شوي وو؛ د هغوى  ستونزوته د رسيدګۍ لپاره د وزيرمحمداکبر خان او د ابن سينا عاجل روغتونونو ته وليږدول.
د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم پنځه امبولانسونه د سولې د کاروان د غړو په واک کې ورکړل شوي تر څو په ښه توګه په روغتيايي برخه کې د هغوى درملنه وکړي.
په دې ترتيب د عامې روغتيا وزارت د سولې له دغه کاروان څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
پاى \  ع  \ ذ

Last modified on Friday, 22 June 2018 07:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.