19 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ولسي جرګې انتخابات سبا ترسره کيږي

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : سبا...

جمهور رئیس غني د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل جنازې ته درناوی وکړ

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور...

جمهور رئیس غني د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ننګرهار ډاکترانو په يوه بې ساري عملياتو سره د يوه ځوان پښه له غوڅيدو وژغورله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولې  ديرشمه :
د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکترانو د يوه بې ساري جراحۍ عملياتو په ترسره کولو  سره  وکولاى شول د يوه ځوان پښه له  غوڅولو څخه وژغوري .
  دغه ځوان د اختر په ورځ او په جلال اباد ښار کې د داعش دډلې په ځانمرګي بريد کې  سخت ټپى شو او د ده د يوې پښې مهم رګ ته جدي زيان  واوښت .
دغه بې ساري عمليات ډاکتر ميرويس مومند  ترسره کړ .
ده وويل: لومړۍ مې د ده د پښې د زيانمن شوي رګ پرځاى  مصنوعي  پايپ  ولګاوه او وروسته په ځانګړو جراحي عملياتو کې د دغه ځوان له بلې پښې څخه مې روغ وريد واخست او د ويجاړ شوي شريان پرځاى ولګاوه .
له دغه عمليات وروسته  د دغه ځوان پښه په  بشپړ ډول حرکت وکړ او دڅو ورځو په تيريدو سره ښه کيږي .
  دغه ځوان په خپل بدن کې د سختو ټپونو له امله  ښه روغتيايي حالت نه لري .
ډاکتر مومند وايي: خپلې زياتې زده کړې  مې  په افغانستان کې ترسره کړې دي.
د ډاکتر مومند په باور: افغان ډاکتران زيات ځواکمنتيا په تېره بيا د جراحۍ په برخه کې لري .
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Friday, 22 June 2018 07:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.