کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه :
په سرپل ولايت کې د ماشومانو موسمي ناروغي زياته شوې ده.
د سرپل د ولايتي سل بستريز روغتون مسوولين وايي چې د هوا په توديدو سره د کانګې او نس ناستې له جملې څخه موسمي ناروغۍ د ماشومانو په منځ کې په دغه ولايت کې زياته شوې ده او د ماشومانو له کورنيو څخه وغوښتل هغه ماشومان چې په دغې ناروغۍ اخته دي؛ ډير ژر د درملنې لپاره نږدې روغتيايي مرکزونو ته وليږدوي .
د سرپل ولايت د سل بستريز روغتون رئيس ډاکتر محمد رستم رجبي باختر آژانس ته وويل چې د هوا تودوخې، د څښاک د اوبو ککړ تيا، وچکالي، د ماشومانو لپاره د قوي خوراکي توکي او د ناپاکو ميوو خوړل او د چاپيريال ساتنې ته د کورنيو نه پاملرنه د ماشومانو ترمنځ د دغو ناروغيو عوامل دي .
ده له کورنيو څخه وغوښتل ډير ژر دې خپل ماشومان روغتيايي مرکزونو ته وليږدوي ترڅو له پنځه کلنى څخه ښکته د ماشومانو د مړينې مخنيوي وشي.
پاى\ ع \ ذ