22 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 ١٨ تنه ډار اچوونکي په جوزجان کې ووژل شول .

١٨ تنه ډار اچوونکي په جوزجان کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ ٣١ نيټه : دجوزجان ولايت...

 يوځوان  په مزارشريف  ښار کې ووژل شو .

يوځوان په مزارشريف ښار کې ووژل شو .

کابل باختر دچنګاښ ٣١ نيټه : يوه ځوان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پکتیکا: د کوچي قوم روغتیایي چارو ته دې پاملرنه زیاته شي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د چنګاښ ۱۹ مه
د پکتیکا د کوچي قوم مشران وایي په دغه ولایت کې لکه څنګه چې لازمه ده کوچي قوم ته د روغتیا په برخه کې هغسې پاملرنه نه ده شوې.
د کوچي قوم مشران وایي: دوی ته دې د روغتیا په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي ځکه دوی په یاده برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
مشران وایي چې دوی ته نږدې روغتونونه نشته او له دوی څخه لري روغتونونو ته دناروغانو د لېږد وسایل نه لري .
دوی له ولایتي ادراې او مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چې د روغتیا د برخې ترڅنګ دې د دوی د پوهنې بهیر ته هم پاملرنه زیاته شي .
د کوچیانوچارو د سمون آمر محمد کامران کامران وایي په پکتیکا کې زیات شمېر کوچیان شتون لري او هڅه یې دا ده چې په دغه ولایت کې مېشتو کوچیانو ته د روغتیا په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
کامران وویل: په پکتیکا کې یې د درېیو زونونو لپاره درې  ګرځنده کلینیکونه پيشنهاد کړي دي چې د هغوی له جملې څخه یې یو د مرکز لپاره منظور شوی او ډېر ژر به په کار پیل وکړي.
د عامې روغتیا نوي رئیس ډاکټر عبدالهادي هاشمي وویل: په پکتیکا کې مېشت کوچیان له نږدې روغتیایي مرکزونو څخه استفاده کولی شي او هغلته د دوی لپاره ټول اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.پای/وصال

 

Last modified on Tuesday, 10 July 2018 13:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.