24 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپکتيا ولايت دمستوفيت دعوايدو په راټولولو کې شفافيت رامنځته شو .

کابل باختر د تلي دويمه : دپکتيا ولايت دمستوفيت دادارې...

په زابل کې د ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات پيل شول

قلات باختر د تلې ۲ مه د زابل ولایت د میزانې...

په پکتیا کې د طالبانو د ماین جوړونې کارخانه له منځه وړل شوې

ګردیز باختر د تلې ۲ مه د غوڅ ملاتړ ځواکونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په خنجان کې روغتون جوړيږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي  نولسمه :
  دبغلان ولايت  دخنجان ولسوالۍ  دشل بستريز روغتون دجوړولو کار نن  دبغلان ولايت  دعامې روغتيا رياست له خوا پيل شو .
دبغلان ولايت  دعامې روغتيارياست مرستيال  ډاکتر عبدالحليم غفاري  باختراژانس ته وويل چې  ددغه ولايت  دخنجان ولسوالۍ  د ګزه ګيل  شل بستريز روغتون  چې يواځې  د دوشي او خنجان  دولسواليو ترمنځ ګډ روغتون دى .چې دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه  دڅه دپاسه شپږ څلويښت مليونو اته سوه زره افغانيو په ټول لګښت په يوکال کې جوړيږي .
   ډاکتر عبدالحکيم وويل  چې ددغه روغتون په جوړيدو  اوبشپړيدو سره  ددغو ولسواليو  دناروغانو  علاج او درملنې دزمينې  په برابريدو سربيره  به  دتاله اوبرفک  او داندراب دولسواليو  ناروغان هم  تداوي شي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دمرستيال  دڅرګندونو له مخې  ،  ددغو پروژو دکار په بشپړيدو سربيره  همدا اوس   دده صلاح ، جلګې او دپل حصار په ولسواليو کې هم  ددريو نورو کلينيکونو دجوړولو کار  روان دى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Last modified on Monday, 10 September 2018 13:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.