په کندز کې یو ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر  د وړي ۱۹
د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې پرون یو ۵۰ بستریز روغتون ګټې اخیستې ته وسپال شو .
د باختر اژانس د سیمه یز خبریال د خبر له مخې: دغه روغتون د آلمان په مالي مرسته  د یو ملیونو ۷۰۰ زره یورو په لګښت ددغه ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.
په دغه روغتون کې همدا اوس د دغې ولسوالۍ ۳۸ زرو تنو اوسیدونکو ته د ۳۸ تنه ډاکترانو او روغتیا پالو له خوا روغتیایی خدمتونه وړاندې کیږي.
د کندز والي عبدالجبار نعیمي د دغه روغتون د پرانستلو په وقت کې د آلمان هېواد  د همکاریو قدر داني وکړه .
پای - سعیده

 

Last modified on Wednesday, 12 September 2018 20:29
back to top