22 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د نيوزيلند حکومت په...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان ملي دفاعي...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان د کرکټ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس د روغتیایي سکتورله مسوولینو سره په کتنه کې: موږ په عمل کې پرمختګ غواړو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد وږي ۲۱
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د روغتونونو د اساسي او روغتیایي خدمتونو د ښه والي او تدارکاتي پروسوکې د تضمیناتو د بدلولو په اړه د روغتیا سکتور مسوولینو، د بین المللي او بېلابېلو ادارو له استازو سره غونډه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د عامې روغتیا وزارت معین د روغتیایي خدمتونو د کیفیت د لا ښه والي، د قراردادونو او اړوندو انجیوګانو د ښه مدیریت، شفافیت او رقابت او د تضمیناتو د بدلولوپه اړه پریزنټېشن وړاندې کړ.
نوموړي وویل، له اړوندو دولتي ادارو،  بین المللي موسسو او تمویلونکو سره په همغږۍ یې د روغتیایي خدمتونو د ښه مدیریت لپاره د ارزونې کمېټې ټاکلي. هغه زیاته کړه، هره انجیو چې د قرارداد مطابق خدمتونه وړاندې نه کړي، نو پرځای به یې بله انجینو  انتخاب شي.
د عامې روغتیا وزارت معین د خدمتونو د ښه والي په برخه کې ولسي ارزونه مهمه وبلله او وې ویل: د دوی شکایت چې په هره کچه وي، نو پام به ورته وشي. نوموړي زیاته کړه، له دې وروسته قراردادي انجینوګانو ته مخکې له مخکې نه، بلکې د اجراتو په بدل کې پیسې ورکول کېږي.
د نړیوال بانک استازي د روغتیایي خدمتونو د کیفیت د لا ښه والي لپاره د عامې روغتیا وزارت پریزنټېشن ګټور وباله او د پرمختګونو لپاره یې د عامې روغتیا وزارت، انجیوګانو او تمویلونکو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ  وړاندیز وکړ.
عبدالحمید صدیقي د غیر دولتي موسسو په استازیتوب دعامې روغتیا وزارت او نادولتي انجیوګانو مشارکت او همکارۍ ته د جمهور رئیس د پاملرنې قدرداني وکړه.  نوموړي د چارو او خدمتونو د ښه والي لپاره په روغتیایي سکتور کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر تطبیق ټینګار وکړ.
د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي د روغتیایي خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره د عامې روغتیا وزارت پریزنټېشن ته په اشارې وویل، د دریمګړي د ارزونې شېوه باید واضح او همدارنګه د انجیوګانو د پلټنې برخه ور زیاته شي. 
د ملي تدارکاتو ادارې رئیس انجنیر الهام عمر هوتکي وویل: له نړیوال بانک سره په همغږۍ د روغتیا سکتور اړوند قراردادونه له پروژې څخه په برنامې بدل شوي. هغه زیاته کړه، د انحصار د مخنیوي او د نویو انجیوګانو د ګډون او سيالۍ لپاره د تضمیناتو ستونزه هواره شوې ده.
ښاغلي هوتکي وویل، پخوا به د قرارداد له پایته رسېدو نهه میاشتې دمخه سل په سلو کې ټولې پیسې انجیوګانو ته ورکول کېدلې، خو له دې وروسته به د کار د اجرا په بدل کې ورکول کېږي.
د جمهوري ریاست دعالي مقام ددفتر مرستیال سبحان روف د روغتیایي خدمتونو د کیفیت په لوړوالي او له هغو څخه د خلکو په رضایت په ټینګار وویل، د واضح ارزونو په رڼا کې دې کیفیت او د خلکو رضایت معلوم شي.
جمهور رئیس غني وویل، د خدمتونو د ښه والي لپاره باید دعامې روغتیا په وزارت کې اساسي بدلونونه راشي. موږ واحد او واضح سیستم غواړو. وزارت باید د صحي سکتور د مالکیت لرونکی او ځواب ویونکی وي. هغه زیاته کړه، د خدماتو په اړه د عام رضایت کچه ټیټه ده، وزارت او اړوندې انجیوګانې دې په ګډه همغږۍ او همکارۍ د خلکو رضایت او قناعت ترلاسه کړي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، که قراردادي انجیوګانې خپلو کارکوونکو ته پر وخت معاشونه ورنه کړي، نو قرارداد ورڅخه اخیستل کېږي. هغه زیاته کړه، والي او ولسوال دا حق او واک لري چې د انجیوګانو د روغتیایي کارکوونکو د حاضرۍ په اړه ماته معلومات راکړي.
جمهور رئیس وویل، د روغتیایي خدمتونو په برخه کې له اړوندو انجیوګانو سره دوامدار مشارکت او د مشارکت منځمهاله لیدلوری غواړو. د انجیوګانو په جوړښت باید له سره کتنه وشي او د شکایتونو ټلیفوني سیستم رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د اجراتو په بدل کې د پیسو د ورکولو او فساد د مخنیوي لپاره باید واضح سیستم ایجادشي.
محمد اشرف غني وویل، اوسنی حالت نه ځواب ویونکی دی او نه هم د رضایت وړ دی، ځکه موږ په کاغد نه، بلکې په عمل کې پرمختګ غواړو. هغه زیاته کړه، هره انجیو چې خپل کارونه د قرارداد مطابق په ښه کیفیت ترسره کړي، نو و به ستايل شي.پاى- ع

Last modified on Wednesday, 12 September 2018 20:20

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.