13 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : د داعش په ډلې پورې...

په هرات کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : د هرات پوليسو په دغه...

اوولس تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : اوولس تنه داعشيان د هېواد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتی اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه دعامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو په مبارزه کې د ټولنې د لازیات ملاتړ غوښتنه کوي د پولیو کوم وروستۍ مثبته پيښه چې د ارزګان ولایت څخه راپور شوه، د پولیو په له منځه وړلو کې د ټولنې د وګړو د لازیاتې ونډې د اړتیا ښودنه کوي. دغه پيښه د دغه ولایت په شهید حساس ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې په ترڅ کې له بده مرغه یو ۱۱ میاشتنې هلک ماشوم د تل لپاره فلج شو. په دې سره په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پيښو شمیر په روان زیږدیز کال کې ۱۳ پیښو ته رسیږي. افغانستان په روان کال کې په نړۍ کې تر ټولو ډیرې مثبتې پښې لري چې ټول ټال د نړۍ ۷۵ سلنه د پولیو پيښې په دغه هیواد کې ثبت شوي دي. دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل: دغه پيښه د ټولنې لپاره ويښونکی پیام دی چې دخدای مکړه د هغوی د غفلت په پایله کې زموږ نور ماشومان په دې ناروغۍ اخته نشي. موږ سږکال د تیر کال په پرتله د پولیو د پيښو له لوړ خطر سره مخامخ يو. سره له دې چې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام خپله دنده ددې ناروغۍ د پيښو په موندنه او څارنه کې په ښه توګه ترسره کړې او تل هڅه کوي چې نور ماشومان ددې بدمرغې ناروغۍ څخه وژغوري، خو د ټولنې د وکړو د مرستې او ونډې پرته نشي کولای دغه ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه یوسي. عام وکړي باید د پولیو په له منځه وړلو کې ونډه واخلي او د پولیو واکسین د کمپاینونو په بریالي پلي کیدو په تیره بیا په هغو ولسوالیو کې ددې ناروغۍ د لوړ خطر سره مخامخ دي، مرسته وکړي. په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱،۲ میلیونه ماشومان له بده مرغه د پولیو ضد واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي. دا ځکه چې دوی په هغو ولسوالیو کې ژوند کوي چېرې چې د پولیو واکسین کمپاینونو ته کور په کور اجازه نه ورکول کیږي، یا کورنۍ د پولیو واکسین څخه ډډه کیږي او یا هم کله چې واکسیناتوران کورنو ته ورځي، ماشومان د واکسین کولو لپاره نه راویستل کیږي. کور په کور د پولیو ضد واکسین کمپاین یواځنۍ لاره ده چې په دې سره کولای شو پولیو محو کړو. کومې کورنۍ چې د پولیو ضد واکسین څخه ډډه کوي، ګنې هغوی خپل ماشومان په خپل لاس د پولیو د اخته کیدو په خطر کې اچوي. په نړۍ کې د مسلمانانو میلیونونه ماشومان د پولیو په وړاندې د واکسیناسیون د پرله پسې کمپاینونو په پایله په خوندي توګه وقایه کړي دي. د افغانستان، پاکستان او نایجریا هیوادونو څخه پرته د نړۍ هر اسلامي هیواد پولیو ناروغۍ له خپلې خاورې محو کړې ده. دعامې روغتیا وزیر وویل: زه غواړم چې په ډاګه یې کړم چې د پولیو په وړاندې دا یوه بې پرې مبارزه، موخه یې ددې ناروغۍ څخه یوازې د هیواد دماشومانو خوندي ساتل دي. په تیرو ۳۰ کالو کې له هغې مودې څخه چې نړۍ ددې ناروغۍ د له منځه وړلو په خاطر سره راغونډ شول، د افغانستان، پاکستان او نایجریا هیوادو څخه پرته د نړۍ نور هیوادونه د پولیو د له منځه وړلو هدف ته ورسیدل. افغانستان کیدلای شي یو داسې هیواد شي چې د پولیو د له منځه وړلو ویاړ د ټولې نړۍ لپاره وګټي که چیرې ددې ناروغۍ په وړاندې په ګډه مبارزه وشي. په افغانستان کې لاهم د ګرمې او تودوخې موسم جریان لري چې په کې د پولیو ویروس سرایت او انتقال زیات وي. کوم ماشومان د کمپاینونو په بهیر کې د غیابت او یا د کمپاینونو د ممانعت له امله له واکسین څخه پاتې کیږي، هغوی ډيرژر نیږدې روغتیايي مرکز ته د واکسین کولو لپاره بوتلل شي. د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول منفي جانبي عوارض نلري. نوي زیږیدلی او ناروغ ماشومان تر ټولو ډیر واکسین ته اړتیا لري، ځکه د هغوی د بدن دفاعی سیستم کمزوری او که چیرې واکسین نشي، ډیر ژر په پولیو اخته کیږي. د پولیو ضد واکسین د هیواد او نړۍ په کچه د ديني عالمانو له خوا تائید شوی او ورکول یې ماشومانو ته حتمي او ضروري بللی دی. د پولیو واکسین راتلونکي کمپاین د روان کال د سپټمبر له ۲۴ څخه تر ۲۸ ڼیټې پورې د هیواد په هغو سیمو کې چې د پولیو له لوړ خطر سره مخامخ دي، پلي کیږي.پاى- ع

Last modified on Monday, 17 September 2018 04:37

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.