20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل کې  له  ٥٥ وسلو سره  ددوو تنو نيول کيدل .

په کابل کې له ٥٥ وسلو سره ددوو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دپوليسو موظفينو دکابل په ديارلسمې...

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : له يوسلو څلويښتو بې...

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند  له کرکټ  ټيم سره  لوبه کوي .

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند له کرکټ ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دکرکټ ملي ټيم...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې د ماشومانو د زړه عملیات د لومړني مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردتلې دمياشتې ١٧نيټه :
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د اندراګاندي روغتون په اډانه کې د ماشومانو د زړه عملیاتونو د مرکز د بنسټ ډبره کېښوده.
په دې اړه جوړې شوې ناستې ته د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل چې یاد مرکز د ایټالیا د پراختیايي مرکز د درې میلیونه یورو په لګښت په اساسي ډول جوړېږي.
هغه وویل، چې په دې مرکز کې به ټول لازم تجهیزات، عملیات خونه، د تشخیص مرکز جوړېږي او د زړه د جراحۍ ډاکټرانو لپاره د ستاژ دوره هم په کې پيلېږي.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، د دې مرکز د فعالېدو لپاره لومړی په ګاونډیو او نورو نړیوالو هېوادونوکې د تحصیل شویو افغانانو استخدام وشي او نور پرسونل به یې د روزنې لپاره هند ته واستول شي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې مرکز جوړېدل یو اساسي ګام وباله او ویې ویل، چې د داسې مرکز د نشتون له امله تر اوسه هم افغانان د زړه ناروغیو د یوه ساده تشخیص په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.
اجرائيه رئيس د اېټالیا له مرستو د مننې ترڅنګ د ټولو هغو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له مرستو قدرداني وکړه، چې له افغانستان سره یې په روغتیايي برخه کې کړې ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: په دې وروستیو کې د زړه ناروغۍ په ځانګړي ډول په ماشومانو کې د زړه د سوري کېدو ستونزه ډېره شوې؛ چې د داسې مرکز د جوړېدو اړتیا تر هر څه ډېره لیدل کېږي. اجرائيه رئيس هیله وښوده، چې یاد مرکز په ټاکلي مهال او په اساسي ډول ورغول شي، څو هېوادوالو ته اساسي خدمات وړاندې کړي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې د سرې میاشتې نوښت او د چین هېواد په ګډون د یوشمېر هېوادونو او خصوصي سکتور ونډه د ستایلو وړ ده.
ده له عامې روغتیا وزارت وغوښتل چې خپلو هیلو او ارمانونو ته د رسېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده او دی د ډېر کار روحیه د عامې روغتیا وزارت په رهبرۍ او طبي پرسونل کې ویني.
اجرائيه رئيس د افغانستان د طبي پرسونل د خدماتو ستاینه وکړه چې په وینا یې په سختو شرایطو کې یې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي.#
پاى _ ذ

 

Last modified on Wednesday, 10 October 2018 04:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.