14 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد...

په کابل ښار کې ۱۶۰۷ د ملکیت سندونه وویشل شول

په کابل ښار کې ۱۶۰۷ د ملکیت سندونه وویشل شول

کابل/ د چنګاښ ۲۳ مه / باختر د ښارجوړولو او ځمکو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په روزګان کې د شري ناروغۍ ۹۰ سلنه زیاته شوې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ترینکوټ باختر د تلې ۲۵ مه د روزګان په ولایت کې روغیتايي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د پولیو د مثبتو پیښو د رامنځ ته کېدو خطر زیات شوي او هم په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ ٩٠ سلنه زیاته شوې ده. د ترینکوټ د ولایتي روغتون مشرډاکټرامین الله توخي د چهارشنبې په ورځ باختراژانس ته وویل چې دوی سږکال یوازې په ولایتي روغتون کې ۱۵ د پولیویاګوزڼ مشکوکې پېښې ثبت کړي او لامل یې د وسله والو طالبانو له لوري د واکسینو مخنیوی دی. په دغه ولایت کې له تېرو څو میاشتو راپد ېخوا وسله وال طالبان اجازه نه ورکوي چې رضاکاران کور په کور ماشومان واکسین کړي. دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کي د پولیو یوه مثبته پېښه رامنځ ته شوه چې د تېرو څلورو کلنو په ترڅ کې دا لومړنۍ مثبته پېښه ده. په دغه ولایت کې د پولیو د ناروغي زیات والي خلک هم اندښمن کړي دي. دوی له وسله وال طالبانو غواړي چې د واکسینو د رضاکارانو ټیمونو په وړاندې دې خنډونه نه جوړوي او اجازه دې ورکړي ترڅو کور په کور ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي. د ولایتي روغتون مشر دغه راز خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د شري ناروغي هم ۹۰ سلنه زیاته شوې ده. هغه وايي، دغې ناروغۍ د زیات شمېر ماشومانو ژوند هم اخیستي او لامل يي د واکسینو نه تطبیق دی. په ۲۰۱۸ کال کې په افغانسان کې د پولیو۱۵ مثب پیشي ثبت شوي دي چې لس په قندهار یوه په روزګان ،یوه په هملند،درې په کونړ اودوې په ننګرهار کې ثبت شوي دي. پای/وصال

Last modified on Monday, 22 October 2018 03:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.