15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د څارويو ترمنځ د بروسلوز ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دلړم دمياشتې ١٥نيټه :               
په ميدان وردګو ولايت کې په  څارويوکې د بروسلوز ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې دوام لري .
د دغو هلوځلو په چوکاټ کې ټاکل شوې ده په لسګونو زره وزې، پسونه او غواګانې د دغې ناروغۍ په وړاندې واکسين شي.
د ميدان وردګو د کرنې او اوبولګولو رئيس وليد احمد تسل نن باختر آژانس ته وويل چې د بروسلوز ناروغۍ څه دپاسه ٤٠ زره دوزه واکسينونه د دوى په واک کې ورکړ شوي دي او ټاکل شوې ده په ميدان وردګو ولايت کې ټول څاروي واکسين شي.
د بروسلوز ناروغي يوه ويروسي ناروغي ده چې د څارويو د غوښتي او لبنياتو د خوړو له لارې له  څارويو څخه انسانانو ته د هغه د انتقال احتمال شته .
د هېواد په ځينو سيموکې په يوشمېر څارويوکې د دغې ناروغۍ خپريدل خلکو ته انديښنې رامنځته کړې دي  .
پاى \ ج\  ذ

Last modified on Wednesday, 07 November 2018 05:04

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.