15 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دجنايت کارانو څلور کسيزه ډله په کابل کې ونيوله شوه .

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : څلور تنه چې...

دپوليسو يو افسر شهيد شو

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : دپوليسو يو افسر نن په...

هند دافغانستان دکرکټ اته لوبغاړي پيري

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : ټاکل شوې ده دافغانستان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې دنهو روغتونونو دجوړولو دکار پيل په ښه کيفيت سره په روغتيايي خدمتونو په لاسبرۍ دزرګونو تنو هېوادوالو هيله .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم ٢٤
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دنهو روغتونونو دجوړولو کار پيل شو .
دهېواد دعامې روغتيا وزير وايي چې ددغو روغتونونو په جوړيدو سره به په زرګونو تنه خلک په تيره بيا دننګرهار ولايت دلرې پرتو کليو او باندو اوسيدونکي په روغتيايي کيفيت سره  په خدمتونو لاسرسۍ  پيداکړي .
دغه روغتونونه ددولت له بودجې څخه ددوه سوه پنځوسو مليونو افغانيو په لګښت جوړيېږي .
  دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز دننګرهار ولايت ته په خپل سفر کې دباختراژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل چې دغه روغتونونه په نړۍ کې په پرمختللو روغتيايي معيارونوسره  دکوټ ، بټي کوټ ، هسکې مينې  ، شيرزاد، مومند درې ، ګوشتې او دسره رود په ولسواليو کې جوړېږي .
په هغو ځايونوکې چې اوسيدونکي يې همدا اوس په معياري روغتيايي خدمتونو دنه لاسرسي په دليل له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي .
ښاغلي فيروز وويل چې دغو روغتونونو ته به ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي دهمدغو سيمو له نويو او زده کړې خاوندو ځوانانو څخه وټاکل شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.