12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د ولسي جرګې په درېيو تنو نوماندانو وسله وال بريد

پل علم \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته...

يو انس سره زر په ۱۲۴۳ډالرو وړاندې کېږي

کابل\باختر\ د ليندۍ د مياشتې۲۱ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

په هلمند کې د یوې میاشتې په بهیرکې ۲۵۰ تنه طالبان وژل شوي دي

لښکرګاه/ باختر/ د لیندۍ ۲۱ مه د هلمند والي په دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې ديو روغتون دبنسټ ډبره کيښودل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردليندۍ دمياشتې١٣نيټه:
د هېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز پرون  په  خيرخانه  مينه کې دماشوم او مور د روغتون دودانۍ دبنسټ ډبره کيښوده .
دعامې روغتيا وزارت دعامه اړيکو دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ دغه روغتون دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت له خوا  د دوه ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت دسلو بسترو په ظرفيت په اساسي او معياري ډول جوړيږي .
ددغه روغتون دودانۍ کار په دوو کلونو کې بشپړېږي .
دهېواد دعامې روغتيا  وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز  ددغه  روغتون جوړول روغتيايي خدمتونو ته دخلکو  دلاسرسي دزياتوالي په لاره کې يو مهم ګام وباله  او ويې ويل ددغه روغتون دودانۍ په جوړولو سره دخيرخاني مينې اوسيدونکې دماشوم او مور روغتيايي په برخه کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې ښه او زيات امکانات ترلاسه کوي.
دعامې روغتيا وزير دغه راز زياته کړه په کابل ښارکې  دوګړو زياتوالى ته په پاملرنې سره اوسني روغتونونه دښاراوسيدونکو ته کفايت نه کوي اود زياتو روغتيايي مرکزونو جوړولو ته اړتيا شته .
دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري ددغه ښار په اړتيا لرونکو سيمو کې څو نوي روغتونونه جوړ کړي.
ددغه روغتون دودانۍ دبنسټ ډبرې دايښودلوپه مراسمو کې د١١ او١٥ ناحيو رئيسانو او دسيمي يوشميرمشرانو او اوسيدونکو ويناوې وکړې او ددغه روغتون دجوړولو په لاره کې يې دعامې روغتيا وزارت دمشرتابه دهلوځلو له امله قدردانې وکړه .
پاى ى\ ع \ ذ


 

Last modified on Sunday, 09 December 2018 19:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.