21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

کابل باختر دثور ٣٠مه وسله والوطالبانوتیره شپه دننګرهارولایت خوږیاڼيو ولسوالی داعلی...

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

کابل باختر دثور ٣٠مه دکابل جلال آباد اوتورخم لویو لارود امنیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړ کې دایدز ۴۶ مثبتې پيښې ثبت شوې دي چې په کې درې ماشومان هم شامل دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسعد اباد باختر د لیندۍ ۱۴ مه
په کونړ کې دعامې روغتیا ریاست چارواکې وايي چې  په دغه ولایت کې ۴۶ تنه دایدز په ناروغۍ اخته شوي دي چې د دغو ناروغانو ګڼ شمیر يې په نشه يې توکو روږدي کسان دي.
دعامې روغتیا رئیس ډاکټر عزیز الرحمن ساپي د باختر اژانس سیمه ېیز  خبریال ته ویلي  چې په کونړ کې۴۶  تنه په ایدز اخته شوي چې ګڼ شمېر په کې په نشه يې توکو روږدي کسان دي .
سرچینه زیاتوي چې په ایدز د اخته کسانو په ډله کې درې ماشومان او څلور میرمنې هم شاملې دي .
ساپی وايي: ایدز یو ناعلاجه ناروغي ده چې انسانانو ته له یوبل څخه دجنسي اړیکو او نورو لارو څخه انتقالېږي
مولوي نجیب الله حقیار وايي : داسلام مقدس دین انسان ته د هر ډول ناروغۍ څخه د خلاصون  لارې چارې ښودلي، که چیرته پرې عمل وشي، نو له دیرو ناروغیوڅخه به سالم پاتې شي.
قومي مشر حاجي تاج محمد وايي : دوی چې په ورکشاپ کې دایدز په باره کې څه اوریدلي هغه به نورو خلکو ته هم ورسوي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د۳۷ ملیونو په شاوخوا کې کسان دایدز په ناعلاجه ناروغۍ اخته دي او له دې شمېر څخه يې نږدې ۳۰۰۰ پېښې په افغانستان کې ثبتې شوې دي .پای/وصال

Last modified on Sunday, 09 December 2018 19:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.