24 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ۱۳۱۴ډالرو وړاندې کېږي

کابل\باختر\ د وري د مياشتې ۴مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو...

د اسعارو بيه

کابل\باختر\ د وري د مياشتې۴ مه د کابل د شهزاده سراى...

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۴مه په افغانستان کې د آلماني...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لسو هدف وړ ولايتونو کې د پوليو واکسين د فرعي پروګرام تطبيق

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : 
د عامې روغتيا وزارت له روغتيايي شريکانو سره په همکارۍ کې نن د ماشومانو د فلج واکسين د تطبيق فرعي پړاو پيل کړ او د جمعې تر ورځې پورې به دوام ومومي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغه کمپياين د پيل په مراسموکې ډاکتر فيروزالدين فيروز په روان کال کې د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالى د انديښنې وړ وباله او ويې ويل: د امنيتي ستونزو له امله له پنځه کلنۍ څخه ښکته په ټولو ماشومانو د واکسيناتورانو نه لاسرسى د پوليو د مثبتو پېښو د زياتوالي سبب شوى دى او له ټولو ښکېلو لورو څخه غواړو چې د پوليو واکسين د کمپاين په تطبيق کې له واکسيناتورانو سره همکاري وکړي. په دې کمپاين کې لس ولايتونه چې په جنوب حوزه کې د قندهار، هلمند او روزګان ولايتونه، په جنوب ختيځه حوزه کې د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونه، په ختيځه حوزه کې د ننګرهار،  کونړ او د نورستان ولايتونه او د شمال په حوزه کې د جوزجان ولايت شامل دى؛ په دې پړاو کې به له ٥ کلنى څخه ښکته کابو درې ميليونه تنه ماشومان د دغې دايمي فلجوونکي ناروغۍ په وړاندې، واکسين شي.
دغه کمپاين په داسې حال کې ترسره کيږي چې د هلمند له ولايت څخه د پوليو د يوې بلې مثبتې پېښې رپوټ ترلاسه شوى دى. له دغې پېښې سره په روان ميلادي کال کې د پوليو د ټولو مثبتو پېښو شمېر٢١ ته رسيږي چې ١٥ پېښې يې په جنوب زون ٩ پېښې د قندهار په ولايت کې، څلور پېښې د هلمند په ولايت کې او دوه پېښې د روزګان په ولايت کې) او شپږ پېِښې په ختيځه حوزه کې ( درې پيـښې د کونړپه ولايت کې، دوه پېښې د ننګرهار په ولايت کې او يوه پېښه د نورستان په ولايت کې) رامځته  شوي دي. 
افغانستان، پاکستان او نايجريا په نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي چې لا تر اوسه پورې هم د پوليو د انديميکو هېوادونو په توګه پېژندل کيږي .
پاى \ف \ ذ 

 

Last modified on Monday, 10 December 2018 12:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.