23 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۳تنو ترهګرو  وژل کیدل

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۳تنو ترهګرو وژل کیدل

کابل باختر دوري دريمه : د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتو...

سياسي معين : دسولې په خبرو کې  دتيرو اتلسو کلونو برياليتوبونه به  وساتل شي

سياسي معين : دسولې په خبرو کې دتيرو اتلسو کلونو برياليتوبونه به وساتل شي

کابل باختر دوري دريمه : دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي...

دښځو  دچارو وزارت ښځينه خبريالانې    وستايلې .

دښځو دچارو وزارت ښځينه خبريالانې وستايلې .

کابل باختر دوري دريمه : دښځو دچارو وزيرې دلبر نظري نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې د څښاک روغتيايي اوبو ته د سلګونو کليوالي کورنيو لاسرسى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دجلال اباد ښار \باختردمرغومي دمياشتې٢١نيټه:
په ننګرهار ولايت کې په سلګونو کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک په روغتيايي اوبو لاسرسي پيدا کړ  .
د څښاک د روغتيايي اوبو د دوو شبکو په جوړيدو سره په لعل پورې ولسوالۍ کې  د څښاک د روغتيايي اوبو له پلوه د سلګونو کورنيو ستونزې لرې شوې .
د ننګرهار ولايت د لعل پورې ولسوال نعمت الله نوروزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د اوبو رسولو د دغو دوو شبکو په جوړيدو سره څه دپاسه ٤٠٠ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک په روغتيايي اوبو لاسرسي پيدا کوي.
کليوالي خلک له دې امله چې د لومړي ځل لپاره يې د څښاک په روغتيايي اوبو لاسرسى پيدا کړى، زيات خوښ دي.
دوى وايي چې له زياتو کلونو راپه دې خوا له ککړو اوبو څخه د استفادې په دليل په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي .
پاى \ ذکرالله \

Last modified on Friday, 11 January 2019 14:32

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.