کابل/ باختر/ دسلواغې دمياشتې ٢٣نيټه :
په سمنګانو ولايت کې نن د درېيو روغتيايي مرکزونو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مسوول ډاکتر نظرمحمد احمدي باختر آژانس ته وويل چې دغه روغتيايي مرکزونه د هندوستان په مرسته د څلرويشتو ميليونو افغانيو په لکښت د دغه ولايت د حضرت سلطان او روى دوآب په ولسواليوکې جوړ شوي دي .
ويل کيږي چې د هر روغتيايي مرکز ودانۍ اته خونې ، پخلنځی، عاجله خونه او نور ضروري ملحقات لري .
خبرځاى زياته کړه: ددغو روغتيايي مرکزونو له خدمتونو څخه د دغو ولسواليو په تېره بيا د لرو پرتوسيمو څه ناڅه ٤٥زره تنه اوسيدونکي استفاده کوي.
پاى\ ج \ ذ