19 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  نه اصولي بريالى  شو او نه هم رحماني

نه اصولي بريالى شو او نه هم رحماني

کابل باختر دثور ٢٨ مه : په هغې...

 په فراه کې سلو کورنيو  مرستې ترلاسه کړې .

په فراه کې سلو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر دثور ٢٨ مه : په فراه ولايت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د کونړ ولایت د عامې روغتیا اداري تعمیر پرانېست

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۱۵مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت د عامې روغتیا اداري ودانۍ پرانېستله.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

جمهوررئیس غني د یادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال ډاکټرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: عامې روغتیا وزارت ته مې لارښوونه کړې چې د تجهیز او د خدماتو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړي.
د کونړ ولایت د عامې روغتیا اداري ودانۍ چې د جمهوررئیس له خوا پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته چمتو ده، له ۱۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړه شوې.
دغه راز جمهوررئیس غني د کونړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د انتظار خونې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
جمهوررئیس د یاد روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودلو وروسته وویل، دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لرم چې د دغه روغتون بېلابېلې برخې د کونړ د شخصیتونو په نوم ونومول شي.
د کونړ د ۲۰۰بستریز روغتون او انتظار خونو پر ودانیو ۳۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.#
پای – ذ
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.