23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه په باميانوکې د ځوانانو...

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه د باميانو د هوايي ډګر د سوق...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جوزجان په روغتيايي مرکزونوکې د ناروغانو درملنه کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ دوري د مياشتې ۲۰مه
د جوزجان د عامې روغتيا رييس وايي چې په تېر يوکال کې د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونوکې د څه دپاسه يو ميليونو ۷۰۰ زروتنو ناروغانو درملنه شوې ده .
د جوزجان د عامې روغتيا رييس جمشيدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: هغه ناروغان چې ددغه ولايت په ولايتي او نورو مرکزونوکې تر درملنې لاندې دي؛ يوازې د جوزجان له ولايت څخه نه دي، بلکې د سرپل او فارياب ولايتونو له ولسواليو څخه هم د دغه ولايت روغتونونو ته راځي.
ده زياته کړه چې د ښه روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په لرو پرتو کليوکې هم  ١٤ روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي او د عامې روغتيا وزارت له خوا د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې  ١٨ روغتيايي پروژې د عملي کېدو په حال کې دي .
جمشيدي زياته کړه چې په شبرغان ښارکې د دوه ميليونو افغانيو په لګښت د عامې روغتيا د ۲۰۰ بستريز روغتون د نوې ودانۍ د جوړيدو کار دوام لري او ډير ژر به بشپړ شي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

Last modified on Tuesday, 09 April 2019 13:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.