19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان کې د څه دپاسه درې میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک د اوبو زېرمه رغول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مهتر لام باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په دروېش آباد سیمه کې د څه دپاسه درې ميليونو افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو د رسونې د سولري شبکې د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
ځايي چارواکي وايي چې یاد پروژه د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا د درې میلیونو او دوه سوه زرو افغانیو په مالي لګښت سره رغول کېږي چې اوسمهال یې اویا فیصده چارې بشپړې شوې دي.
د لغمان ولایت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس امان الله مياخېل د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، ياده پروژه د۲۰ متره معکبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې په رغېدو سره به يې د يادې سيمې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
په ورته مهال د سيمې يو شمېر اوسېدوونکي د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي ښيي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت څخه غواړي چې په دغې سیمه کې ورته نورې پروژې هم پلي کړي.پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.