19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په دايکنډي کې دزرګونو کورنيو دڅښاک اوبه برابرېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
دنيلي ښار څه دپاسه پنځه زره کورنيو  او دسوداګريزو مرکزونو اوسيدونکو دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه ګټه واخسته .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ددايکنډي  والي سيد انور رحمتي دملکي او نظامي ادارو مسوولينو او د نيلي ښار داوسيدونکو اودګن  شمير خبريالانو په شتون دنيلي ښار داوبو رسولو پروژه  پرانستله اوپه خبرو کې وويل  چې دا ډيره مهمه او کليدي پروژه ده  چې دنيلي په نوي ښارګوټي کې پرانستل شوه .
ددايکنډي  والي ژمنه وکړه چې اوبه په ډيره ټيټه بيه دنيلي ښاريانو په واک کې ورکول کېږي .
په همدې حال کې دحامد حميد  داوبو رسولو شرکت  مسوول انجنير ضامن حسين وويل موږ په تيرو دريو کلونوکې وکولاى شول چې دڅوارلس نيمو کيلومترو په اوږدوالي دلذيزسيند د اوبو له ژورې څاه څخه دنيلي ښار ته وليږدوو .
ده زياته کړه چې داوبو رسولو دغه پروژه داته ويشتو مليونو شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده .   ختم_  عطاالله _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.