17 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه ٢٥ وسله وال طالبان تېره...

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د سره صليب استازي نن...

 په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه  کسان ونيول شول

په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه کسان ونيول شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د ملي پوليسو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پولیو لسمه مثبته پيښه په افغانستان کې هم له ارزګان څخه راپور شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :-
د پولیو یوه بله مثبته پيښه د ارزګان د ترینکوت ولسوالی څخه راپور شوه چې له بده مرغه نېږدې یوه ۲ کلنه نجلۍ یې ددې ولسوالۍ په مهراباد سیمه کې د تل لپاره فلج کړه. په روان زېږدیز کال کې دا د پولیو څلورمه پيښه په ازرګان کې او لسمه پيښه د افغانستان په کچه شمېرل کېږي.
یوه اونۍ مخکې یوه بله مثبته پيښه له همدې ولسوالۍ څخه راپور شوه چې یو دونیم کلن هلک پرې اخته شو. دغه سیمه د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې را په دې خوا  د دولت دوسله والو مخالفینو د ممانعت له امله د پولیو د واکسین کمپاینونو د پلي کولو لپاره د لاسرسي وړ نه ده او ددې وضعیت دوام به نورو ماشومان په پولیو ناروغۍ اخته کړي.
د روان زیږدیز کال د پولیو د مثبتو پيښو له جملې څخه ۹ پيښې په سویلي حوزه کې او ۱ پيښه په ختیځه حوزه ( کونړ) کې رامنځته شوي دي. په ختیځه حوزه کې ۴ پيښې له ارزګانه، ۳ پيښې له هلمند نه او ۲ پيښې له کندهار نه راپور شوي دي.
په ورته وخت کې د پولیو ۳ مثبتې پيښې د پاکستان د خيبر پښتونخو په سیمه کې رامنځته شوې چې په روان کال کې ټول ټال د پولیود مثبتو پېښو شمېر په پاکستان کې ۲۷ پېښو ته رسېږي.
افغانستان او پاکستان د پولیو  اپیدمیولوژی له نظره په یوه بلاک کې شمیرل کیږي او ډواړه هیوادونه د پولیو د سرایت له امله له یو بل څخه اغیزمن کیږي.
دعامې ورغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، د روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، ددې هیواد د هر وګړي مسلم حق وباله او ویې ویل: روغتیايي خدمتونه په تیره بیا د واکسیناسیون خدمتونه په ټولیزه توګه غیر سیاسی او بې پرې دي او موخه یې د افغانستان په هرګوټ کې د هېوادوالو د روغتیا او سلامتیا خوندي کول دي.
دعامې روغتیا وزیر زیاته کړه: د ماشومانو د ګوزڼ پيښو زیاتیدل د امنیتی ستونزو له وجې د هغوی ته د کمپاینونو پر مهال د واکسیناتورانو د نه لاسرسی له امله، مونږې یې سخت په اندیښنې کړې یو او که چیرې وضعیت په همدې توګه دوام ومومي، زموږ لازیات ګران او بی ګناه ماشومان به په دې ناروغۍ اخته شي. زه له ټولو ښکیلو خواوو څخه غواړم چې ددې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې په خاطر مرسته وکړي ترڅو هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.
د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري. نوي زېږیدنو او ناروغ ماشومانو ته ددې واکسین ورکول لازیات اړين او حتمی دي، ځکه چې دهغوی د بدن معافیت او مقاومت کمزوری دی، که چیرې واکسین نشي، ډیر ژره په دې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخامخ کیږي. 
د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی او په دې وروستیو کې ددې واکسین ورکول ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر د اسلامي نړۍ د معتبرو مراجعو ددغه واکسین تطبیقول یې ماشومانو ته د والدینو شرعي واجب او مکلفیت بللی دی. پاى- فضل واحد

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.