12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په افغانستان کې د اروپا اتحاديې د اساسي خدمتونو ټيم د مسوول ماموريت پاى ته ورسېد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د زمري ١٤مه
د عامې روغتيا وزارت د مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د اروپا اتحاديې د اساسي خدمتونو ټيم د مسوول نيکلاس تيلور د کارونو قدرداني وکړه.
د اروپا اتحاديې د اساسي خدمتونو ټيم د مسوول په توګه د نيکلاس تيلور دنده په افغانستان کې پاى ته رسيدلې ده.
تيلور څه دپاسه ١٣ کلونه په بېلابېلو هېوادونوکې په پرمختيايي او بشردوستانه برخوکې دنده ترسره کړې ده او د ٢٠١٨ کال له ډسمبر څخه يې په افغانستان کې د اروپا اتحاديې د اساسي خدمتونو د ټيم مسووليت په غاړه درلود.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې، د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز  د نيکلاس تيلور کارونه او هڅې وستايلې او ويې ويل: تيلور د عامې روغتيا وزارت يو ښه همکار و او د افغانستان د روغتيا په برخه کې د هغه کارونه د ستاينې وړ دي او هغه له ښې پوهې، مديريت او تخصص څخه برخمن دى.
د عامې روغتيا وزير زياته کړه: د اروپا اتحاديه له زياتې مودې را په دېخوا په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې مالي او تخنيکي مرسته کوي.
ډاکتر نيکلاس تيلور د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ويې ويل   چې د عامې روغتيا وزارت په وروستيو کلونوکې د روغتيايي خدمتونو په تېره بيا د ميندو او ماشومانو په روغتيايي برخه کې ښه پرمختګونه لرل.
پاى \ ج \ ذ

 

Last modified on Monday, 05 August 2019 13:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.