19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډېوه صمد: د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي د خلکو روغتيايي ستونزې حل کړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د وږي١٣مه
د قندهار، هرات او سمنګانو د پرمختيايي شورا ګانو استازو د خپلو سيمو د روغتيايي برخې ستونزې د عامې روغتيا وزارت له معينې سره طرحه کړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغه استازي د هېوادوالۍ د ميثاق په ملي کنفرانس کې د ګډون په موخه کابل ته راغلي دي او د کنفرانس له پاى ته رسېدو وروسته يې د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان له معينې ډېوې صمد سره وکتل     او د يادو ولايتونو د خلکو ستونزې يې له هغې سره طرحه کړې.
د يادو ولايتونو استازو د روغتيايي کارکوونکو، روغتون، امبولانس، طبي تجهيزاتو او درملو کمښت ته اشاره وکړه او په خپل وخت يې په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه .
وروسته د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان معينې وويل چې دغه وزارت به  د ولايتونو د ستونزو په حل کې له هېڅ رازهڅه اوهاند څخه ډډه ونه کړي او د هغوى د وړانديزونو په څېړنه کې ژمن دى.
پاى \ ذ

Last modified on Wednesday, 04 September 2019 15:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.