19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پر ډاکترانو بريد د نه توجيه وړ وبلل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ باختر/ د وږي ١٩مه
د کابل د طبي پوهنتون د استادانو ټولنې او د افغانستان د ډاکترانو او روغتيايي کراکوونکو سراسري اتحاديې د ننګرهار د ډاکترانو اتحاديې د رييس د شهادت له امله خواشيني څرګنده کړه.
د ننګرهار د ډاکترانو اتحاديې رييس ډاکتر نوروز شينوارى پرون په جلال آباد ښار کې په چاودنه کې شهيد شو.
د کابل د طبي پوهنتون د استادانو ټولنې او د افغانستان د ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو سراسري اتحاديې پر ډاکتر شينواري بريد په کلکه وغانده او له امنيتي بنستونو څخه يې وغوښتل چې ډاکترانو او روغتيايي  کارکوونکو د امنيت په تامين کې هڅه او هاند وکړي.
په هغو پيغامونوکې چې په همدې مناسبت خپاره شوي دي؛ ډاکتران خلکو ته خدمتګار قشر بلل شوي دي او څرګنده شوې ده چې طبي کارکونکي له هر راز سياسي، قومي، ژبني او سمتي ملحوظاتو پرته د اړ انسان په درملنې لاس پورې کوي او پر هغو بريد هېڅ راز توجيه نه لري.
په دغو پيغامونوکې د لوى خداى (ج)  له دربار څخه شهيد ډاکتر نوروز شينواري ته د فروس جنت او د ارواښاد کورنۍ او د هېواد طبي ټولنې ته د جميل صبر هيله شوې ده.
ختم- ف -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.